ژورنالیزم د اسلام په رڼا کې

Posted on at


لومړی برخه 


كله چې ژورنالېزم د انساني ژوند يو اړين ضرورت او په ټولنه كې مهم او كارنده رول لري نو ذهن ته دا پوښتنه راپيدا شي چې څنګه كېدلۍ شي اسلام په دې اړه اصول او لارښوونې ونه لري.              
كله چې يو ژورنالست غواړي په دې ډګر كې كار وكړي نو بايد پوه شي چې خپله دنده لـه كومو اصولو سره سمه پرمخ بوځي؟        


                                                                                 
څه شى خپاره كړي او د څه شي لـه خپرولو ډډه وكړي؟ عظيم الشان قران او نبوي سنت په دې اړه څه لارښوونې لري؟ د پورتنيو سوالونو د ځواب موندلو لپاره كه د قران عظيم الشان او نبوي ارشاداتو پاڼې  راواړول شي نو د ژورنالېزم په اړه به يوه بشپړه اخلاقي ضابطه ووينو، چې پرې د عمل په صورت كې به په يقين سره ژورنالېزم د انسانيت د سلامتۍ، خوشالۍ، پرمختګ او سوكالۍ لامل وګرځي. نوله دې امله باید په دی عرصه کې  اخلاق او اداب هم وڅیړو او ورته پوره پام وشي.



ځينې خلك ژورناليزم او ادب يو صنف ګڼي. كېداى شي دغه خلك د خپل عامه فكر لپاره ډول، ډول دليلونه ولري، ولې ځينې داسې برخې شته چې پكې ژورناليزم او ادب له يو بل سره ورته موخې لري. د بېلګې په ډول ژورناليزم كېداى شي د يوه خاص دور تاريخ وګڼل شي چې د اوچتې پايې ادب هم همدا ځانګړتيا لري. همدارنګه كه د ناخوالو پر خلاف ژورناليزم غږ پورته كړى، ادب هم چوپ پاتې شوى نه دى او په يو ډول نه په یوډول يې د ظالم پر خلاف څه ويلي او مظلوم يې ستايلى او د ظلم پر خلاف په هڅو يې پر شا ډبولى دى.



په افغانستان كې د شوروي د يرغل پر مهال كه ژورناليسټانو د نړيوالو او داخلي خبري سرچينو له لارې نړيوالو ته د افغان جهاد په اړه خبرونه وركول، اديبانو هم د يرغل پر خلاف او د مجاهدينو په ملاتړ شور جوړ كړى وو. كه دا او ځينې نورې برخې په نظر كې ونيول شي، دواړه تر څه بريده سره ورته والى 



About the author

160