خلک ولی په ټاکنو باورنه لري؟

Posted on at


 

ټاکل شوی ده چی دولسمشرۍ ټاکنی دراتلونکی کال د وري په میاشت کی ترسره شی . اکثره افغانان دی ټاکنوته ډیر لیواله دي .

که داڅه هم داټاکنی ډیرمهمی دي اودخلکو برخلیک ټاکونکی دي خو یو زیات شمیر خلک لااوس هم په ټاکنوباندی اعتبار نه لري چی داډیرزیات دلیلونه لري .

لکه څرنګه چی په تیروولسمشریزو ټاکنوکی ولیدل شول چی ډیر په پراخ ډول سره درغلی وشوی اوحتی ټاکنی دوهم پړاوته وغځیدی چی حکومت بیا داپړه په بهرنیانوواچوله او ولسمشرپه څرګند ډول سره وویل چی په دی درغلیو کی بهرنیان لاس لري چی بیاوروسته په ډاکه هم شوه او دملګروملتونو سفیر دا ومنله چی دوی په تیرو ټاکنو کی مداخله کړی وه .

همدا علت وه چی ولسمشر کرزی دټاکنیزوشکایتونو په کمیسون کی ددوه تنه بهرنیو اتباعو شتون رد کړ اوهغه یی  ددغه کمیسون په خپلواکی باندی تیری وباله .

 

همدارنګه دولسی جرګی په ټاکنوکی هم پراخی درغلی وشوی چي په نتیجه کی یی دډیرونوماندانو رایی باطلی اعلان شوی چی او کوم ابتدایی لست چی دټاکنو دخپلواک کمیسون له خوا اعلان شوی وه دشکایتونو دکمیسون دڅیړنو په پایله کی په هغه لست کی ډیر زیات تغیرات راغلل چی بیا وروسته د نوماندانو دشکایتونو په اساس دحکومت له خوا ځانګړی محکمه وټاکل شوه خو دهغی محکمی پایلو هم په بشپړ ډول سره عملي جامه وانه اغوستله .

همدغه علت دی چی دخلکو علت دټاکنو په پروسه باندی کم رنګه شوی دی ځکه دوی په دی اند دي چی مخکنیو ټاکنوته په کتو سره به بیاهم په دی ټاکنوکی پراخی درغلی وشي .

له بلی خوا عامه پوهاوی دټولنی په منځ کی ضعیفه دی ځکه چی ډیر خلک دټاکنو په اهمیت ډیر زیات نه پوهیږي باید چی عامه پوهاوي لپاره زیات کاروشي .

دټاکنو خپلواک کمیسون باید په دی برخه کی ډیری هڅی وکړي مختلف پروګرامونه په لار واچوي .

همدارنګه باید دتیرو ټاکنو ته په کتو سره باید هغه لاری چاری ولټوی په کومو سره چی کولای شي له درغلیوڅخه مخنیوی وکړي اودخلکوقناعت حاصل کړي .

خو داهرڅه هغه وخت شونی دي چی دټاکنو کمیسون چارواکی خپله بی طرفي وساتي او دکوم مشخص کاندید په ګټه کارونه کړي همدارنګه امنیتیي چارواکی هم په پوره مسولیت سره په بی طرفه ډول سره دټاکنیزو مرکزونو امنیت په پوره ډول سره وساتي .

له بلی خوا باید زورواکو ته اجازه ورنه کړل شي چی خلک وویروي اوخلک وکولای شي چی دخپل خوښی نوماند ته رایه ورکړي.

لیکوال :عبدالرحمن الکوزی

 



About the author

abdulrahman10

Abdulrahman alkozai, Writer at filmannex,Graduated from Afghanistan Technical and Vocational Institute (ATVI)in 2013 and student of journalism faculty of kabul university.

Subscribe 0
160