افغان سیټادل او د افغان ځوانانو بلاګ لیکل

Posted on at


ګرانو زده کوونکو


بلاګ لیکل یوه مهمه برخه د پوهی زده کولو او د پرمختک لپاره د هر زده کوونکی لپاره ده د بلاګ لیکلو سره هر زده کونکی کولی شی هغه شیان چی په زړه کی یی لری پرته د کوم ستونزی نه یی ووایی. په افغانستان کی د زده کونکو د پرمختک عدنم سره تراوسه یی نشوی کولی چی هغه شی چی هیله لری ورته ورسیږی. انکس فلم او افغان سیټادل شرکت تر اوسه یی په افغانستان کی ډیرو ښځینه ښوونځیو زده کونکو لپاره یی ډيری آسانتیاوی فراهم کړی دی چی د هغو نه کولی شو د کامپیوټر او وړیا انترنټ نوم واخلو.



چی زده کونکی اوس کولی شی پرته د کوم ستونزی نه خپلی پروژی چی ښوونکو له خوا نه ورته ورکول کیږی حل کړی او خپل معلومات ډیر کړی. بلاګ لیکل یوه بله برخه د ټکنالوجی نه ده چی د افغان سیټادل او انکس فلم له خوا نه په لاره اچول شوی ده. اوس نوری افغان نجونی زده کونکی کولی شی هغه شیان چی په زړه کی لری پرته د کوم ډار نه یی ووایی او د بلاګ لیکلو سره هغو کولی شی د همدغی لاری نه پیسی لاسته راوړی او دا سبب شوی دی چی ځوانان پرته د کوم اقتصادی ستونزی نه خپل زده کړی ته ادامه ورکړی. په همدغی توکه افغان سیټادل شرکت او انکس فلم د سناریو لیکلو ټولکی یی د ښوونځیو زده کوونکو لپاره چمتو کړی دی ترڅو چی هغه زده کونکی چی د فلم جوړولو سره مینه لری د همدی لاری نه خپل ځآن ته ورسیږی ترڅو چی په راتلونکه کی وکولی شی ډیر ښه باکیفیته فلمونه د خپل هیواد لپاره جوړ کړی او د خپل هیواد فرهنګ نړیوالو ته په نمایش کښښدی.



تراوسه ډیر زده کونکی د انکس فلم غړی شوی دی او ډير خوشاله دی داچی هغو ته دغه وخت چمتو شوی دی ترڅو چی وکولی شی هغه شی په راتلونکه کی چی غواړی ورته ورسیږی. او د افغان سیټادل او انکس فلم شرکت نه مننه کوی چی د افغانستان دغه ستونزو سره چی لری دارنکه آسانتیاوی یی چمتو کړی دی چی دوی وکولی ی خپل زده کړی ته ادامه ورکړی او په راتلونکه کی خپل هیواد او هیوادوالو ته خدمت وکړی. 




About the author

MirmanHayatiHighSchool

Mirman Hayati High School is one of the historical schools of Herat, Afghanistan. It was established in 1340 (1961). This school is located in the center of Herat city, on Shahid Mirwais 28 Street. It has 1,810 students in two shifts and 50 teachers. This school was first reconstructed by…

Subscribe 0
160