افغان سیټادل او فلم نامه لیکل په افغانستان

Posted on at


ډیر ښه فلم نامه لیکل د فلم جوړولو پرمختک سبب په یوه ټولنه او هیواد کی کیږی٬ تر اوسه په افغانستان کی د کورنی سوځونکی جګرو له سببه چا ونشو کولی چی په دغه برخه کی کوم پرمختک ولری. مګر نیکمرغه بیاهم د دغو اقتصادی او امنیتی ستونزو سره چی زموږ ټولنه د هغو سره مخامخ شوی ده په دغو آخرو کی یی ځينی پرمختکونه د فلم نامه لیکلو برخه کی دلودله.


 


د هیواد ځوانان او نوی ځوانان زموږ د هیواد فلمونو سره ډیر مینه لری او د هغو هیله دا ده چی د هغوی هیواد فلمونه یی د نړی ټولو هیوادونو کی غوره او ښه اوسی په همدغه توکه باندی د افغانستان خلک د افغانی فلمونو سره مینه لری مګر د هغه ستونزو سره چی افغانستان د هغو سره مخامخ شوی وو افغانی فلمونه د ښه کیفیت نه برخورداره نه وو. او نیکمرغه د افغان سیټادل شرکت د آمریکا انکس فلم په همکاری باندی په دغو څو وختونو کی یی د هرات ښار ښځینه ښوونځیو کی د فلم جوړولو ظرفیت پورته وړلو لپاره په افغانستان کی یی د فلم جوړولو ټولکیان برګزاره کړل زده کونکی ډیر خوشاله ول چی دارنکه وختونه هغوی ته چمتو شوی دی او د افغان سیټادل او انکس فلم نه ډير مننه کوی.



په تیره اونۍ کی د دغه ټولکی لومړۍ برخه پای ته ورسیدله د همدغه دلیل باندی د زده کوونکو تشویق لپاره یو مجلس د هرات پوهنی ریاست کی د افغان سیټادل شرکت له خوا نه برګزاره شوه. په دغه مجلس کی د هرات ولایت پوهنی رئیس٬ د ښوونځیانو مدیران٬ معاونان٬ ښوونکی او د دغه ټولکی زده کونکو ګډون کړی وو٬ او وروسته د افغان سیټادل شرکت له خوا نه زده کونکو ته ځینی نقدی او جنسی سوغات ورکړل شو.



د مجلس په آخر کی زده کونکو د دغه شرکت نه یی ډیره مننه وکړله چی دا ډول آسانتیاوی یی هغوی ته چمتو کړی دی ترڅو چی دوی د دغه لاری نه وکولی شی چی په راتلونکه کی د خپل هیواد د فلم جوړولو کیفیت ته کمک او همکاری وکړی. 




About the author

AmirAliSherNawaie

Amir Ali Sher Nawaie was established in 1368. At first, it was both a male and female school but in different shifts until 1390. In 1390, it became a female school and students are now studying in three shifts. It has 29 classes, more than 4,000 students and 155 teachers.…

Subscribe 0
160