مننه د هغه خدای نه چی د طبیعت پرمختک لپاره یی هر شی ته ی نظم ورکړلو. او د نظم پر اساس باندی یی٫ ورسره یی ګټی ورکړلی چی د هغو یو بی مثاله پیدایش یی یعنی د انسان پیدا کولو چی یو ښکلی موجود دی او د ښځی او نر په توکه یی پیدا کړلو او وویل چی ښځی د نرانو لپاره کالی او د نران د ښځو لپاره کالی دی.
خدای (ج) د خپل خاص قدرت سره یی د ښځو پر ځان باندی یی ډيری خاصی ویژه ګی ګانی کښښودلی چی د هغو نه لطافت٬ مهربانی٫ ظرافت او لس ګونه نوری ویژه ګی ګانو نه نوم اخیستلی شو چی دا پخپله ټول د ښځو قدرت باندی محسوب کیږی.
مګر له بدمرغه د پوهی او معرفت کچی لږ والی سره د ښځی خاصه ښکلا او ویژه ګی ګانو په مختلفو دورو کی د ځینو مختلفو دلایلو باندی د هغوی حق او حقوقو د پښو لاندی شوی دی او د خپل حق نه محروم شوی دی. ځکه چی مخته د اسلام مقدسه دین ځینی بی عدالتیانی او خشونتونو او نور شیان د هغو په وړاندی وشول. وروسته دا اسلام وو چی یو نوی لمر یی د دغه ښکلی مخلوق پر ژوند باندی راوړلو.
مخته د اسلام نه ټولو ښځی د خپل حق او حقوق نه محرومه ول حتی د عربانو جاهلان مخته د اسلام نه خپلی لورانی یی ژوندی د خارو لاندی کولی او د یوی نجلی شته د هغوی په کورنۍ کی یو لوی ننګ وو. چی هر څومره قیمت چی وو خپل ځان یی د دغه ننګ نه پاک ساتلو او هم دغه جاهلی نظام یوازی د اعرابو قبایلو کی نه وو بلکه په یو شکل نه په یو شکل باندی په ره ځای کی وو.
ښځو د خپل شخصی مالکیت حق نه درلودلو او ښځو د رای ورکولو و د سیاسی آمور کی یی د دخالت حق نه درلودلو. او حتی د هغو د شخصی آمور تصمیم حق ورنه اخیستلی شوی وو چی د وخت تیریدلو سره او د اسلام مقدسه دین٫ د احادیثو او سنتونو ترویج سره د خپل حقوقو نه باخبره شول او خپل ځای یی د اسلام مقدسه دین کی وموندلو.
دغه اسلام وو چی ښځی ته یی د مور نوم ورکړلو او د مور پښو لاندی یی جنت کښښدلو او ښځی ته یی احترام او اعتماد ورکړلو.
له بده مرغه د مسلمانانو لری کیدل د واقعی اسلام نه ځینی خلکو د دغه قشر سره یی ځينی خشونتونه وکړل چی په تیرو وختونو او اوس محال کی لیدل کیږی چی دغه خشونتونو د کورنۍ او حتی د ټولنی خربیدلو سبب کرځيدلی دی٬ او د دغه خرابی پدیدی لری کولو لپاره هر یو که ښځه او یا نر یو د انسان او مسلمان په توکه مسوولیت لرو چی د اسلام مقدسه دین او د نبوی سنتونو ارشاداتو او رهنمایی سره دغه خرابه پدیده د تل لپاره د ټولنۍ نه ورک کړو او د یو سالمه کورنۍ٫ اجتماع او ټولنی خاوندان شو.