ډيجیټالی سواد او پایداره زده کړه: د ژباړلو پروګرام د مکزیکو زده کونکو لپاره

Posted on at

This post is also available in:

تیره اونۍ زه او ادریانا (Adriana) مانو آمیګا (Mano Amiga) ته د جالکو (Chalco)  ښوونځي ته ولاړلو. ادر یانا زما هماغه ملګری ده چی زه یی انکس فلم تارنما ته معرفی کړی یم او تر اوسه هماغه ښوونځی ته تللی نه یم. کله چی ښوونځی ته ورسیدلم د لیلیا ګاریلی ( Lilia Garelli) د هماغه ښوونځی مدیری له خوا نه استقباله شولم او موږ یی د ښوونځی کتلو ته بوتللو. د ماشومانو نه مو پیل کړلو٬ درې کلنو نازه نجونو او فعاله هلکانو د خندا سره زموږ نه یی پذیرایی وکړله. دوی د عکس نیول مین ول. وروسته یو لومړنۍ ټولګی ته ولاړلو. لیلیا ماشومانو ته وویل چی اندریانا په نیویورک کی ژوند کوی او هغو په انګریزیزی ژبه باندی د هغو نه پوښتنی وکړلی. 

د نجونو ناز ماشومان٫ د مانو آمیګا په چالکو ښوونځی کی

خپل کار ته مو د متوسطه ښوونځی سره ادامه ورکړله٬ مګر مخته د هغو نه د تالاری نه مو کتنه وکړله چی د یو سخاوت منده کمک کونکی سړی له خوا نه د نیویورک نه د جوړ شوی بیس بال او فوټبال ځمکو سره چمتو شوی دی. کله چی موږ د کامپیوټر آزمایشګا او متوسطه دوری ټولکیانو کتنی په حال کی وو٬ نجونی د ورزش کولو په حال کی وی. وروسته لیلیا موږ ته یی وویل چی د دولس زده کونکو مرکه مو چی د انکس فلم تارنما ژباړلو پروګرام په غاړه لری ترتیب کړی ده. هماغه دولس زده کونکی هره جمعه د خپل کامپیوټر آزمایشګاه ته ځی او د انګریزی ژبی ښوونکی د هغو د ژباړلو باندی کار کوی. 

د ښی نه راست خوا ته: ماریا جوز(Maria), تلما(Thelma), جیوانا(Geovana) , ایولین(Evelyn), گنزالو(Gonzalo), ایوان(Ivan), او براین(Bryan) زموږ د مرکی په جریان کی.

عصاب خرابه او هیجانی د مرکی خونی ته راغللو او زده کونکی یو د بل سره راغلل. دوی زموږ د مرکی او خبرو کولو نه ډیر هیجانی ول. په لومړۍ قدم کی اندریا د انکس فلم تارنما قصی او توصیف ته پیل کړلو او د زده کونکو سوالونو ته یی ځواب ورکړلو. د هر یو نه مو پوښتنه وکړله چی د هغه مقالی په اړه چی تاسو به یی وژباړی٫ څه فکر کوی. هیچا د هغوی نه د کومی فنی موضوع په اړه خبری ونکړلی مګر دوی د هغو موضوع په اړه او تاثیر یی پر ژوندی باندی یی خبری وکړلی. ټولو یی یو بلاګ ژباړلی وو چی ویرایش شولو او خپره شولو. دیاګو () د کامپیوټر ښوونکی یی چی د ډیرو زده کونکو مقالی یی انتخاب کولی وویل٫ چی د ښځو واکمن کولو مقالی د نجونو زده کونکو لپاره او د انترنټ او کامپیوټر مقالی د هلکانو لپاره ټاکی. کله چی د خپل بلاګونو په اړه یی خبری کولی٬ ټول د نجونو او هلکانو نه خوشاله او هیجان کونکی ول 

ماری جو د دغه پروګرام فرصتونو په اړه خبری وکړلی چی تاثیر یی درلودلو.

دغه پروګرام یوه لاره ده چی د برسیه په توکه پیسی ورکوی. څرنکه چی مری جو (Mari Jo) وویل په دغه لاره دوی کولی شی د نړی ټولو متفاوته ځایونه او فرهنګونه د دغه تارنما او اجتماعی رسانو له لاری وکوری چی پرته د دغه لاری نه ممکنه نه دی. په ډیره خوشالی او انګیزه باندی هغوی ته مو ښه راغلاست وویلو او وعده مو ورکړله د هغو د ۲۰۱۴ کال فراغت کی ګډون کوو. موږ ډیره مننه کوو د دغه پرمختک کونکی او د پرمختک په لور انسانانو په برخه کی یو چی د مکزیکو راتلونکی جوړوی. ځوان زده کونکی د خپل زده کړی٫ پوهی او قدرت سره خپله کورنۍ او ټولنه جوړوی. 

 

د دغه ډلی ګډون کونکی: لویز آرمندو(Luis), لیلیا گارلی(Lilia Garelli), لیلیان(Lilian), ماری جوز(Maria Jose), تلما(Thelma), جیاوانا(Giovanna), ناامی(Noemi), انیک(Annick), ایولین(Evelyn), ادریانا(Adriana),گونزالو(Gonzalo), براین(Bryan) او ایون(Ivan) 




About the author

HamidMayar

Hamed Mayar is Graduated in 2012 from Journalism (B.A) Herat University ,Afghanistan. Right now he is the Communication & Outreach Officer in AECOM/SIKA West. also The Social Media officer in ACSC Herat Branch. He have many Years Experience working with Media & press,(from 2010-2012 the Head Director of Asia TV…

Subscribe 0
160