دافغانستان دکرکټ ملی لوبډلی په تیر اکتوبرکی له کینیاهیواد څخه ددری لوبو په ګټلوسره وکولای شول چی دپنځوس اوریزو لوبو نړیوال جام ته لاره پیداکړي چی دددی جام لوبی به د۲۰۱۵کال دفبروری په میاشت کی شروع شي .
همدارنګه ملی لوبډلی دشل اوریزو نړیوال جام ته دغوراوي په سیالیوکی ددوهم مقام په ترلاسه کولو سره وکولای شول چی دشل اوریزو نړیوال جام ته لار پیداکړي ټاکل شوی ده چی دالوبی به په بنګله دیش هیوادکی دری میاشتی وروسته شروع شي چی افغانستان به په لومړي پړاوکی له بنګله دیش ،نیپال اوهانګانګ سره لوبی وکړي.
لکه څرنګه چی داښکاره ده چی په دی دواړو نړیوالو جامونوکی به ډیری پیاوړی لوبډلی له افغان ملي لوبډلی سره لوبه کوي باید افغان لوبډله باید دی لوبوته پوره تیاری ونیسي او ددغو لوبو دپیلیدو څخه وړاندی باید دهغه هیوادونو له لوبډلو سره چی دکرکټ دنړیوالی شورا دایمی عضویت لري لوبی وکړی ترڅو دهغوی له تجربوڅخه ګټه پورته کړي اوخپلی کمزوری نقطی پیداکړي په راتلونکی کی دهغه څخه مخنیوی وکړي .
همدغو موخوته درسیدو په خاطر دافغانستان کرکټ بورډ چارواکو خپلی هلی ځلی پیل کړي چی تر یوه حده بریالی هم وی چی په هغه یوه هم دپاکستان لوبډله وه چی تری غوښتل شوی وه ترڅو له افغان لوبډلی سره شل اوریزه لوبه ترسره کړي چی دالوبه د قوس دمیاشتی په اولسمه نیټه ترسره شوه چی ډیرزیات مینه وال .یی دلیدلو لپاره په متحده اماراتوکی لوبغالی ته راغلي وه
او په میلونونو نورودتلویزیون اونورو وسیلو په واسطه تعقیب کړه که څّه هم داسی اټکل کیده چی پاکستانی لوبډله به په ډيری اسانی سره وکولای شی چی افغان لوبډله له ماتی سره مخ کړي خو داوړاندوینی ټولی غلطی ثابتی شوی ځکه افغان لوبډلی داسی لوبه وکړه چی دیوه دایمی عضویت لرونکی لوبډله یی ترډیر سخت فشار لاندی راوستی وه .که څه هم چی لوبه دپاکستان لوبډلی په اخري بال سره وګټله خو دافغان لوبډلی ډیره ستاینه وشوه اودخلکوپه زړونوکی یی ځای پیداکړ.
افغان لوبډلی ددغی لوبی په ترسره کولو سره وښودله چی که زمینه ورته برابره شي نو ډیرژربه دنړی پیاوړولوبډلوته ماتی ورکړي.
همدارنګه ټاکل شوی ده چی ملي لوبډله به دراتلونکی زیږدیز کال دجنوری په میاشت کی له زیمبابوی سره چی یوه پیاوړی لوبډله ده دلوبو یو سیریز ولري اودابه لومړی ځل وي چی افغان لوبډله به دیوه دایمی عضویت لرونکی لوبډلی سره دلوبو سیریز ترسره کوي ټاکل شوی ده چی په دی کی به دوه شلواوریزی اویوه یوه ورځنی لوبی ترسره شي .
له بلی خوا دکرکټ بورډ اجرایوی رءیس ښاغلی نورمحمدمراد وایی چی له هند او بنګه دیش څخه یی هم غوښتي چی زمونږلوبډلی سره دلوبوکولو زمینه برابره کړي.
خو له دی هرڅه سره سره لکه څرنګه چی لیدل کیږي لوبغاړي دتوپ وهنی په برخه کی ستونزه لري نو باید دکرکټ چارواکی دلوبغاړو دروزنی لپاره دتوپ وهنی په برخه کی یوپیاوړی روزونکی وټاکي .همدارنګه باید دتوپ نیونی په برخه کی هم لازم کارونه وشي.
لیکوال :عبدالرحمن الکوزی