د ژوند لپاره مبارزه

Posted on at


هر ژوندی موجود له ژونده سره مینه لری،دغه مینه د هغه له خپل ذات سره د مینی له چینی سر چینه اخلی.له همدی کبله هر ژوندی موجود د خپل ژوند له چاپیریال څخه دفاع کوی




او د ځان د پایښت لپاره زمینه برابروی.دغه څرګند حقیقت په کمزورو او ځواکمنو موجوداتو کی هم شته.یوه وړه غوماشه له یوه ستر نهنګ سره په




دغو دوو آرونو کی سره ورته ده.که له حیواناتو تیر شو،نباتات هم ددغه اصل پلویان دی،د جوړو په واسطه د هغوی د ژوند بقا تامینیږی او د ځانګړو جوړښتونو په واسطه خپله دفاع کوی.



دغه جوړښتونه په حقیقت کی هماغه پټو کی دی، چی ددوی سطحه یی د دیوال په شان پټه کړی ده او د بوټو دننه اجزا له سړو، تودوخی او وچی هوا څخه ساتی.




نو څرګنیږی که د نړی له ظواهرو چی د آرامی او سکون کیسه کوی تیر شو،تر دغی آرامی قواری لاندی،د ټولو ژوندیو موجوداتو تر منځ سخته مبارزه روانه ده او د ژوند صحنه د جګړی د ډګر غوندی ده،ټولنپوهانو او ژوند پوهانو دغه حقیقت ته(د بقا لپاره هڅه) وایی.ددی اصل بیلګی په انسانانو کی هم لیدای شو.




هر ملت هڅه کوی د ځواک او آسانتیاوو له مخی تر نورو مخکی وی، چی د ژوند په ډګر کی ډیره لاس ته راړنه ولری.اروا پوهانو او د اخلاقو متخصصینو ددغه حقیقت په وړاندی یو بل اصل (د مرستی اصل)او همکاری هم یادوی، چی باید په انسانی ټولنه کی دغه اصل د بقا لپاره هڅی پر ځای دود شی.په دی توګه به د یوه عالی،شرفتمندانه او غوره انسانی ژوند بنسټ کیښودل شی.



About the author

160