نن لسیزی وروسته هغه ورځ را ورسیدل چی څه باندی زموږ دیومیلیون بی دفاع وګړو ظالمانه وژنه او په میلینونو معصومو ښځو بی عفته کیدل دپاکستان دسفاک فوځ او ظالمی ای ایس ای په لاس او ددوی سره داسلامی اخوت ترنامه لاندی دخپلو بی ګناه ولسونو پرضد پدی لوی بشری ناورین کی شکیل اومرسته کونکی دخپلو کړنو په سزا رسیږی. که څه هم دابه زموږ زخمونه ټکور نکړی خو دعادل انتقام اخیستونکی څخه بیاهم دانصافه ډکی
محسابی کولو په خاطر ډ یرخوشحاله یو چی زموږ دمظلومو مسلمانانو انتقام په قبرو او اخرت کی ځنی واخلی.موږ به هیڅکله هیر نکړو چی خپلو مو داسلام اواسلامیت په نامه تروروستیو شیبو دهغو مرسته وکړه چاچی دمیلنونو معصومومسلمانو میرمنو سره په زور زناوی وکړی خو دوی ددی پرځای چی وی غندیاو أه کی لاس په وسله سی دهغو خوانخوارو وحشیانو څخه دفاع کول او هرڅه یی دهغوئ په قانونی حقوقو توجیه کول.
او وروسته بیا پوښتی:
؟ایا اسلام دا وایی چی داسلامی اخوت ترنامه لاندی دی په میلنونو مسلمانی میرمنی بی عفته سی، خوتاسی بیاهم د تیری کونکو ملاتړکوئ څو اخوت دمنځه ولاړنسی یا تاسو داسلام سره داسلام ترنامه لاندی لوی خیانت کونکی یاست؟ که چیری مو دپاکستانی دولت سره دیوځای والی مبارزه پراسلامی احساس او ورورګلوئ موقوفه وه او داهرڅه مو صرف داسلامیت په خاطر انګیرل نو بیاخو تاسی هغه وخت لیدل چی زموږ تاسی پرخوندو او میندو بربنډ اوعامه تیری کیږی هغه هم دهغه فوځ دخوا چی تاسی ورته دالله دپوځونو نوم ورکوئ ایادا ستاسی دهغوئ سره خواخوږی اسلامی وه که سیاسی؟ ایاتاسی خپلو هغو په سلهاو زرو بنګالی میرمنو ته پړه نه یاست چی دظالم پنجاب په لاس زموږدبی وسئ او کمزورۍ څخه په ګټه اخیستنه زموږدکوره ویستل سوی پدی نامه چی بنګال ته یی رسوی اوبیا په عامه بازارونو کی پرهرجت اوجولا لیلام سوی
اوهیڅکله یی نه خپل کوم وطندار ولیدۍ اونه یی هم دوطن هوا ترسږمو سوه. خدای خبر چی په څنګه ظلمونو کی دڅه ډول کسانو ترلاسو لاندی یامړی سوی وی اویاهم ژوند کوی. ایاتاسو لا بیاهم دی دبشریت خلاف ظالمانو ته دسپاهی خدا نوم ورکوئ او هرڅه خواخوږی او ملاتړ مو ددوی سره خدایی بللئ پداسی حال کی چی تاسی ددی خلګو دټولو شومو کړنو شاهدان واست چی ټولی کړنی یی دخدای ج سره دجګړی په معنی ارزول کیدی؟ ایاتاسی ته ددومره حقایقو دلیدلوسره سره بیاهم ددوی ملاتړ داسلامی اخوت پراساس وو که دخپلو شخصی غریزو داشباع کولو په نیامت؟؟