موږ افغانان په غم پسی ګرځو

Posted on at


مامدی غمګین وای یوسړې وو چی کله به یی هم په کلی یو دخواشینۍ خبر واوریدۍ هغه ورځ به یی ډوډۍ نه خوړل، دخدای شپي ورځی دی یو ورځ داسی راغله چی دډوډۍ خوړلو تروخته یی هیڅ دغم خبر نسو ترغوږو او ډیر په خوشالۍ سره یی په ډوډۍ خوړلو پیل وکړئ، چی لایه ګوله نه وه پورته کړی یوی کوچنۍ لوریی ورته وویل؛ بابا! نن دپلانکی کاکا کره مرکبی(خری) کورنګې وځیږوۍ غوږونه او لکۍ یی نلرل، نو داخبر به څه وو چی سړی لاسونه ټک وهل او دډوډۍ څخه



پرشاسو. کور والا یی ورته وویل؛  چی داخوکوم غم ندۍ چی ته خوابدی سوې او ډوډۍ نه خورې، رامخته سه ډوډۍ ته دی، مامدی غمګین ورته وویل؛ دغم خبره یی دلته ده چی کله دا کورنګې غټ سی او بیا سړې یوځای بار پر وړی او په لاره باندی کورنګې په خټو کی بند سی نو خلګ به ېې د راکښلو پروخت چی غوږونه او لکۍ نلری ترکوم ځای نیسی؟!


نو اوس هم افغانان ځانو ته په لوی لاس خوشالی نه ورکوی ولی چی کومه ورځ په افغانستان کی غم نه وی او ټول خوښ خوشاله وی نو به یا نیلسون منډیلا


  


 مړ وی یا ملاقادر بنګالی چی ددوئ په اړه لیکنو او معلوماتو باندی به مو زړه شینی کړی. دومره به یی دخپل کور دغړو فکر نه وی پکښی بند لکه زموږ دافغانانو. او داکثرو په اړه بیا قضاوتونه او تبصری هم دحقایقو څخه دخبرتیا پرته کوو چی داکړنی بیا دنورو ولسونو په مورد غیرعادلانه وی، ځکه چی بعضی


 


ولسونه دځینو خاصو کړیو لخوا سخت کړول سوی وی، چی دهغوئ دښمن او هغوئ ته غدار موږ تاسی حق نلرو پرخپل سریی هیرو او اتل ونوموو.
زموږتاسی یوه بله غټه ستونزه داده چی موږ تاسی اکثره فیصلی دیو حقیقټ پیژندنی سیوا دیوشخص په اړه یوازی دهغه دډلی دنامه پراساس کوو،نه داسی چی دهغه سړی ټول ژوند اوتاریخ مطالعه کړو او وی لولو چی نوموړې په تاریخ کی دکوم راز جرایمو پړ بلل سوئ دۍ.


 



که حقیقت ته ځیر شو یو هم موږ ته ګټه نه رسوی ځکه چی یو مڼډیلا سو هم دخپل ملت سره دوفادارۍ په خاطر او بل چی ملا قادر سو هغه هم دخپل ملت سره دغدارۍ او پنجاب ته دوفادارۍ په خاطر خو دحقیقت منظر ته دواړه نن مخ دی چی الله ج بی په اړه څه فیصله وکړی هغه ښه پوهیږی موږتاسی به ناکه خپلی غاړی نه سره پرشنی کوو.



About the author

SadiqNasrat

Nasrat Barakzay was born in 1990 in Kandahar province Afghanistan, graduated from Imam Abu hanifah high school in 2009.he has received scholarship for studying abroad in Cairo university Egypt. Right now he is in 2nd year of faculty of Medicine in Cairo University.he is able to speak Pashto,Dari,English,Arabi and Urdu.…

Subscribe 0
160