د افغانستان زده کونکی او د هغوی پرمختک د ټکنالوجی برخه کی

Posted on at


:ګرانو زده کوونکو


د امیر علی شیر نوایی په دغه تیره اونۍ کی ډیر فعالیتونه درلودل او د دغه فعالیتونو نه کولی شو د ۷ تر دولسمه ټولګی کلنۍ آزموینو ختمیدلو نه نوم واخلو٬ زده کونکی د دغه ښوونځی مدیری او ښوونکو نه ډیر خوشاله او د هغو نه رضایت درلودلو ځکه چی هغوی ته یی ډیر ښه شرایط چمتو کړی وو ترڅو چی دوی وکولی شی په ښه اطمینان باندی خپل آزموینی تیری کړی.



ښوونکی په دغه اونۍ کی ډیر بوخت دی ځکه چی پوهنی ریاست په فیصله باندی چی شوی ده قراره دی چی د سږ کال ۲۵ لیندۍ میاښتی باندی د زده کونکو نتایج ورکړل شی. او د نورو فعالیتونو نه چی دغه ښوونځی درلودل دا چی په دغه ښوونځی کی د بلاګ لیکلو او د کامپیوټر نوی ټولګی پیل شول. افغان سیټادل هغه زیارونه یی چی تر اوسه په افغانستان کی کړی دی اوس یی په دغه آخرو کی د بلاګ لیکلو او کامپیوټر ټولګیان یی په دریو ټایمو کی برګزاره کړی دی.



زده کونکو د کلنۍ آزموینو خلاص کولو سره هیله درلودله چی دارنکه ټولګیان د هغوی په ښوونځی کی برګزاره شی چی شکر افغان سیټادل شرکت دارنکه شرایط یی زده کونکو ته چمتو کړی دی چی دوی اوس کولی شی پرته د کوم مانع نه په خپل ښوونځی کی خپل زده کړی ته ادامه ورکړی. او د نویو ټکنالوجی ګانو سره آشنایی پیدا کړی او د هیواد د بهر خلکو سره اړیکه برقرار کړی.




About the author

AmirAliSherNawaie

Amir Ali Sher Nawaie was established in 1368. At first, it was both a male and female school but in different shifts until 1390. In 1390, it became a female school and students are now studying in three shifts. It has 29 classes, more than 4,000 students and 155 teachers.…

Subscribe 0
160