کا چېرې یو ناروغي د استفراق سره یو ځای وینه هم خارج کړي دغه اصطلاح د HEAMATEMESIS په نوم یادیږي. کا چېرې د HEAMATEMESIS ناروغ سره مخامخ شو لاندې ناروغیو ته باید پاملرنه وکړو.
۱ د معدې او کولمو زخمونه(PEPTIC ULCER)
۲ د معدې توږنه یا (CASTRIC ERROSION) د درملونو په واسطه د بېلګې په ډول او ټول درملونه.
OESOPHAGEALVARICES۳
۴ د معدې چنګاښ (سرطان)
MALLORY WEISS SYNDROME۵
۶ د وینې ناورته ناروغي
ANGIOMA ۷
۸ د EPISTAXIS په سبب تېره شوي وینه.
د یادونې وړ ده چې کا د وینې منبع د LIG ; TERITZ څخه پورته وي, UPPER GI BLEEDING او که د نوموړي لیګامنت څخه ښکته وي Lower GI Bleeding په نوم یادیږي.کا ناروغ تور رنګه غایطه مواد ولري دې حالت ته میلانه وایي.
د ناروغي پېږندن ټکي Diagnostic Point
۱ کېدای شي ناروغ د معدې یا کولمو د زخم معلومه تاریخچه ولری.
۲ کا ناروغ زېړی ولري او یا یې مخکې تېر کړی وي، نو د LIVER CIRRHOSIS په سبب OESOPHAHEAL VARICES ته باید پام وشي.
۳ کا د ناروغ د دوامداره او اوږدې مودې استفراق په تعقیب له قی سره وینه یو ځای شي د مری د کوزنی برخې ځیروالی ښې او MALLORY WEISS SYNDROME ته فکر کیږي.
۴ کا ناروغ ډېر زوړ ناتوانه او ډنګر وي د DYSPEPSIA او استفراق اوږده تاریخچه ولري نو د معدې سرطان ته فکر کېږي د ناروغ په کتو کې ډاکتر لاندې نښې ګوري.
۱ ناروغ زېړ چک رنګ لري.
۲ د ناروغ نبض به تیز او د تار په ډول جس کېږي.
۳ کا ناروغ ډېره وینه ضایع کړي نو د SHOCK په حالت کې به ولیدل شي.
۵ کېدای شي ناروغ زیاته خوله کړي وي.
۶ کا ناروغ د وینې منبع OESOPHAGEAL VARICES وي نو په ناروغ کې به د LIVER CIRRHSIS تاریخچه، او لوی شوی توری موجود وي.
درملنه او تیاری
دغه ناروغان بېړنیو اهتماماتو ته اړین دي.
۱ لومړی باید بستر او مطلق استراحت ورکړل شي.
۲ د بستر د پښو طرف لوړ کړل شي.
۳ پلازما PLASMA EXPANDER او وینه د ګروف او CRASS MATCH له معلومولو وروسته په بېړه شروع شي.
۴ پدې خاطر چې د ناروغ ورخطایی له منځه لاړه شي ۵-۱۰ ملي ګرام DIAZEPAM د ورید له لاری ورکړي .
ډاکټر عبدالهادی حماس