کتاب

Posted on at


کتاب د انسان ډیر ښه ملګری دی. موږ باید د کتاب په کټه او ارزښت پوه په شو څکه همدغه کتاب دی چی انسان خپل ارام او سوکاله ژوند ته رسوی. څوک چی دکتاب په کټه نه پوهیږی ډیر زیانمن کیږی ځکه همدغه کتاب دی چی هغه خپلو هیلو ته رسوی

                                                                                                                     

له کتاب څخه غوره شی او له کتابتون څخه غوره ځای په ټوله دنیا کی نه پیدا کیږی. موږ باید همیشه د کتاب په مطالعه مشغول ووسو.ځکه همدا کتاب دی چی زموږ راتلونکی معلوم وی. او موږ باید همیشه د کتاب په لټه کی ووسو او خپل هدف پکی پیدا کړو لکه مشران وایی (پلټونکی موندونکی دی). 

                                                                                       

کتاب د انسان ښوونکی دی او انسان باید د دی ښونکی په قدر او عزت پوه شی څکه همدا کتاب دی چی موږ ده د ښو او بدو لاره راښی. یو نومیالی ایټالوي پوه (پترارک) د خپلو کتابونه په ستاینه ډیری له پند او خوند نه ډکی خبری کړی:-   

                                                                                                                                

(زه یو ډله دوستان لرم چی همیشه زما  سره وی او له هغه سره وخت تیروم. زما ټول دوستان د نړی قهرمانان دی. دغو دوستانو ډیر لیری واټونونه وهلی او زما تر کوره پوره رارسیدلی دی دوی زما په زړه او سترکو کی ځای لری هر وخت چی وغواړم د هغو لیدو ته ورځم او هر چیری چی ځم له ځان سره یی بیایم. دومره خوږ ژبی دی چی څوک یی په خبرو نه مړیږی. د ژوند پټ رازونه راته څرکندوی.د نیکمرغی لاری راښیی او هغو ته د رسیدو لپاره خپلی غوره لاروښونی راښیی. دا چی زما ملګری او دوستان ما ته څومره کټی را رسوی، زما ژبه یی د ستایلو او شمیرلو وس او توان نه لری.



About the author

160