دطالبانو دوره ټولو افغانانو ولیدل او هرچاته تجربه سول چی ددوی دکوښښونو سره سره چی دوی وکړل چی یو اسلامی نظام په افغانستان کی قائم کړی او داسی اسلامی نظام چی ترچتر لاندی یی هریو دافغانستان وګړی خوښ او ارام ژوند ولری او هریوماشوم او دزده کړو لیوال کس په خپلی خښې سره زده کړی وکړی هغه که اسلامی زده کړی وی او که عصری، خو متأسفانه چی ددوی نظام نه یوازی دې کارته چندان اهمیت ورنکړې بلکی یو رقم یی دکرکی په نظر ورته کتل او هر دښونځي زده کونکی یی پرنیم انسان یانه انسان ګڼلی، چی دا ددوئ یوه لویه تیروتنه وه، او همدا ډول یی ټول هغه کسان چی مسلکی زده کړې لرلی لکه
پخوانی مامورین چی یایی په بانکونو اویاهم نورو اداروکی هریوه په خپلو خپلو بخشونوکی کاری تجربې لرلی دوي هغوئ ټول تنها پدی خاطر صرف نظر کړل چی یایی فکر کولئ چی دې خلګو دینی زده کړی ندی کړی یوازی دپوهنتون او ښونځي مسلکیان دی او یابه یی دا انګیرل چی ګوا دوی دعصری فکر لرونکی دی چی دهغه وخت دچارواکو په نظر عصری فکر لرل یو ډول داسلامیت څخه لیری والی او منافقت دی، او ورته په زرګونو ګوډی ماتی چی دطالبانو نظام دخپل لاس لاندی سیمو کی دولسی خلګو،ښونځی والو او پوهنتون والو پروړاندی کولی لرلې. البته پرسیاسی اړخ بې نه ږغیږو دا ګوت نیونی یوازی ددوی دنظام داخلی چاروته دی؛چې ددوی دا او ورته نوری زیاتی سیاسی مسئلی ددی سبب سوې چی دملت او دوی ترمنځ یی زیاته فاصله او دبی باورئ فضا رامنځته کړې وه . که څه هم ملت دوهمه او یاکوم بل مصلحت له وجهی تریو وخته خاموش وو.همدا ډول که چیری ننی حکومت ته متوجه سو عینا بعضی هغه غلطئ تکراروی چی طالبانو په خپلواک کی کړی وی اوهم یی منی چی دا دوئ غلطی وه خو نه پوهیږو چی ایا حکومت قصدا داکارکوی که سهوا او یایی فکرندی؟! مثلا په افغانستان کی که چیری وګړو ته وکتل سی سل سلنه مسلمانان دی او ددیو اکثره
وګړی ددی سره سره چی په اولادو عصری زده کړی وکړی دینی زده کړی هم په کوی او همدا ډول زیات کسان شتون لری چی د اولادو لپاره یوازی اویوازی دینی زده کړی غواړی چی ددی لپاره په افغانستان کی هیڅ په یوه ولایت کی هم دحکومت لخوا کوم دینی مراکز او مدرسی ندی جوړی سوی اونه هم پدی برخه کی کومه پانګونه سویده او ددوی پدی کړنی سره زیاتره خلګ چی زړه یی هم نه غواړی بیاهم مجبورا خپل بچی پاکستان یا ایران ته ددینی زده کړو لپاره استوی چی هلته بیا دافغانستان ددښمنانو لخوا په یوداسی روحیه وروزل سی چی هغه دملت ضد او بل ته دوفادارۍ وی او بیا دهمدی خلګو څخه چی ددوی دبدو او ناکامو سیاستونو نتیجه وی سرهم ټکوی چی داستونزه پداسی ډول هیڅ حل نلری اوباید حکومت دخپل نوی نسل په اړه دهغو تیروتنو ښکار نسی کومی چی طالبانو
دخپل واک په دوره کی کړی وی او باید په هرولایت کی دمدرسو او دارالعلومو لپاره دتعلیم او تربیه وزارت او لوړو زده کړو وزارت څخه خپلی بودیجی ورته ځانګړی سی لکه ښونځی او پوهنتون ته چی ځانګړی سوی وی څو دټول ملت زړه دخپل حکومت او نظام سره نښلی او وپوهیږی چی رشتیاهم دا یو افغانی اود افغانانو حکومت دی او هغه څه خلګو ته برابروی چی خلګ یی غوښتنه لری هغه که په دینی لحاظ وی او که په عصری لحاظ او ترټولو غټه ګټه خویی لاداده چی دعلماو او مامورینو ترمنځ ښه دورورګلوئ او باور فضا رامنځته کوی چی کله هم ددی دو ډلو ترمنځ دباورفضا رامنځته سوه دافغانانو خپل منځی مشکل ترډیره حده پوری حل دی ځکه چی افغانان اکثره پرقومی اړخونو ندی سره بد بینه سوی بلکی په عقیدوی لحاظ سره جلاکړل سویدی.
مننه
نصرت