دیموکراسی

Posted on at


  دیموکراسی د دوه کلیمو دیمو او کراس څخه جوړه شوی دی چی  کراس او یا واک چلولو ‍‍په معنی دی چی دنن نه دوه نیم زره کاله پخوا په لومړی ځل  د یونان په اتن ښارکی قومي مشړانو د اوسینوجرګو په ډول د حکومتی او ملی مسلو د حل لپاره رامنځته کړه او ورسته یی پراختیا پیدا کړه نو مونږ ویلی شو چی دیموکراسی د ولس واکی اصل ته ویل کیږی یا په بل عبارت په یوی تو لنه کی د حکومت طرز او طریقه ته دیموکراسی وایی یعنی هر هغه دولت او

حکومت چی خپلو خلکو او ولس ته صادقانه خدمت کوی او د هغوی د انسانی ژوند د ترقی او تولنیز پرمختګ د پاره په متوازنه توګه بی تو پیره هڅه کوی هغه حکومت ته دیموکرات یا ولسی حکومت او تولنی ته یی د دیموکراتیکی ټولنی خطاب کیږی . کله چه کومه ملی موضوع رامنځته کیږی د ولس نه د مشوری اخیستو په مرسته حل کیږی چی په دی سر بیره د خلکود پاره پکی د بیان ، خیالاتو ، مطبوعاتو و د کارکولو ژوند کولو  د پاره کار وکړی . ورته لازمه ده چی د

حکومت کولو طرز او شکل یی دیکتاتوری بڼه ونه لری او د ټولو ولسونو په وړاندی یو شان عمل وکړی .او د داسی کړنو مخه ونسېې کوم چی په ملک کې د کورنیو شخړو اویا د امتیازاتو رامنځته کولو سبب ګرځی او بحران را منیځته کوی. ملی اقتصاد چی د یوی ټولنی د ټولنیز پرمختګ بنیاد او بنسټ ګنل کیږی د دیموکراسی د مقرراتو سره سم باید په ټولو ملک کی په متوازنه ډول پراختیا وکړی او که داسی ونشی نو دا به دیموکراسی نه بلکی دنژادی برتری حرکت دی

چی د دیموکراسی تر نامه لاندی سرته رسیږی او د وخت حکومتی واکمنان تری د خپل واک د بایښت د پاره ګته اخلی .دیموکراسی چی د حکومت کولو هغه غوره طریقه او ولسی بڼه ده چی د ټولو انسانی فاجعو په مقابل کی د بشریت حفاظت شرایط برابروی او تمدن او ترقی په لوریی بیایی .فاشیستی او دیکتاتوری سیاستونه که په نړیواله کچه وی نو په دریو بڼستزو خصوصیان ولار دی یو قوی ملی اقتصاد ، پیاوړی وسله وال پوځ ، او د نژاد پرستی پیاوړی کول دی .

افغانانو هم په خپل هیواد کی د ځینو غرض لرونکیو کسانو لخوا د فدرالی نظام آوازی او شعارونه اوریدل چی دا د افغانستان د اکثریت قوم ‍پښتنو په وړاندی یوه دسیسه وه چی ټول افغانان ولس یی چټک غبړګون وښود چی آواز یی د هغو ګوتو په شمار کسانو کومې کی وچ کرو له خواوو کومو چی غوښتل یی واحد


افغانستان تجزیه او یو وار یی بیا د یو بل جنجال په سیلاب کی لاهو کړی . واقعیت خو دادی چی فدرالی نظام په افغانستان کی هیڅکله هم نه شی راتلی او دا ځکه چی اوس مرکزی دولت لا د هیواد په ټولو سیمو تسلط نه لری ملی اردو وجود نه لری او د امن راوړو د پاره د پولیسو ځواک دی او په دی ټولو سربیره ملی اقتصاد هم نشته .



About the author

160