ګرانو زده کوونکو:
د دغه اونۍ په جریان کی او وروسته د زده کونکو کلنۍ آزموینی خلاصیدلو نه د میرمن حیاتی ښوونځی زده کونکی د خپل نتایجو پوهیدلو ته منظره ول چی نیکمرغه په دغه اونۍ کی د هغوی نتایج اعلام شول. او یو شمیر ډیر زده کونکو د خپلو نتایجو نه خوشاله ول او د ښوونځی ښوونکو او مدیری نه یی مننه کوله. دوی وویل چی د دغه کال په جریان کی موږ ته یی ډیری آسانتیاوی لکه د آرامه ځای جوړول٫ با تجربه ښوونکو٫ کتابخانه٬ لابراتوار او نور شیان یی چمتو کړل. چی موږ د هغو دغو ځان فدایانو نه په ډیره ښه توکه تقدیر کوو.
او هم په تیره اونۍ کی افغان سیټادل شرکت یو ګټه ور د زده کړی پروګرام یی د دغه ښوونځی زده کونکو لپاره پیل کړلو چی زده کونکی کولی شی د دغه پروګرامونو زده کولو سره خپل ځان د نړی ټکنالوجیانو سره آشنا کړی. لکه د کامپیوتر او انترنټ ټولګیان چی د زده کونکو ته د نړی خلکو اړیکو لپاره ډیر مهمه دی. چی زده کونکی د ژمی رخصتیانو نه کولی شی استفاده وکړی او په دغه ټولګیانو کی ګډون ونیسی٬ او خپله پوه پورته یوسی. د دغه ښوونځی زده کونکی د افغان سیټادل شرکت نه د دغه ډول ګټه ور ټولګیانو برګزاره کولو په خاطر باندی مننه کوی.
او دا هم د زده کوونکو انځور چی د انکس فلم او اجتماعی رسانو زده کوولو په حال کی دی: