یوازۍ نه

Posted on at

This post is also available in:

په تیرو وختونو کی می ډیر سفر کړی دی. مهمه نه دی چی چیر ته سفر کوی٫ د سفر مهمه برخه٫ مرکه د نویو خلکو سره ده. زما د زړه خوښی ډله مهاجران دی. دوی نه باورونکی قصی د ویلو لپاره لری.

یو ځلی چی د فرانسی په جنوب کی وم٫ د یوی لوی چیچنی کورنۍ سره آشنا شوم. هغه زما ښه وخت د خبرنګاری په وخت کی وو٫ په دغه صورت کی د مرکی وخت می د لاس نه ورنکړلو. د هغه موضوعاتو نه می چی د مرکه په وخت کی دوی ماته ویلو وو کاری استفاده می ورنه ونه کړله٫ ځکه چی هم دوی ته او هم ما ته خطرناکه وه. څرنکه چی پوهیږی٬ چچن ډير وختونونه کیږی چی د روسیی سره د جګړی په حال دی٬ که څه هم یوه برخه د روسیی نه دی.  

دغه قصه ویونکی٫ د دغو دریو ورورانو ځوان هلک وو چی ما ورسره مرکه وکړله.

هغه په یوه محترمه کورنۍ کی زیږیدلی دی. زه ځینی محرمانه خبری پټی ساتم٬ ځینی نومونه او واقعیتونه پټ ساتم. په کروزنی(Grozniy) کی ماشومان د لس کلنۍ نه د ټوپک اخیستلو ته پیل کوی. د هغه ځای شرایط ډیر خطرناکه دی٬ څرنکه چی څو ځلی خلک په جادو کی ووژل شول. دنی (Dany) هغه شیان یی چی د ژوند مخته وړلو لپاره کړل وویل٬ چی څرنکه دوی د تیلو بشکی په خپل سرای کی د خرڅولو لپاره بسته بندی کولی. د دغو په اړه می ډير اوریدلی دی٬ مګر هیڅکله ما واقعیت یی باور نکړلو. دواړه خواوی هم روسی او چیچینیان دروغجن او قارونکی ول.

کله چی دنی (Dany) لوی شولو د یوی خبرنګاری فرانسوی میرمنی سره په ګرازنی کی یی مرکه وکړله چی د جنګ ګزارش لپاره راغلی وه. دنی هغوی یی خپل کور ته دعوت کړل٬ په هغه  ځای کی د دریو ورځو لپاره هغوی یی د پوښښ لاندی راوړل٬ په ټول ښار کی یی هغوی یی په خپل موټر کی وکرځول٬ او هغوی یی کمک کړل ترڅو چی یو ریښتیا ګزارش د هغه حالت کی چی وو جوړ کړی. کله چی دوی د هغه ځای نه ولاړل٫ ملګرو یی اعتراف وکړلو چی دوی غوښتل خبرنګاران اسیر کړی. وروسته ډیر شیان هغو ته راپیښ شول او هغه مجبوره شولو چی په یوه خطرناکه ډله کی کار وکړی. دغه موضوع څو ځلی تکراره شوله او د هغو په باور باندی٬ ممکنه وو چی یو ځلی په اسکرمش (Skirmish) کی په قتل ورسیږی. هغه ځوان وو او نه پوهیدلو چی څرنکه هغه ډله خوشی کړی. خلک جګړه یی واقعی ډول ته موبدله کوله. 

کله چی شرایط د کنترول نه ولاړلو او ملګری یی یو د بلی پسی مړه شول٬ هغو تصمیم ونیولو چی وتښتی. هغو خپل ژوند یی په ۲۴ ساعاتو کی موبدله کړلو. یوازۍ مسکو ته ولاړلو٬ وروسته په غیرقانونی توکه باندی فرانسی ته ولاړلو. تراوسه هیڅکله بهر ته تړلی نه وو. کله چی پاریس ته ولاړلو٬ هغه خبرنګارانو ته یی چی دوه کاله مخته یی ساتلی وو زنګ ووهلو. هغه خبرنګاران په خپل هیواد کی یی ډیر نامتو ول٬ دوی یوه ټلویزیونی شبکه درلودله. دوی خوشاله ول چی هغو ته کور ورکړی او هغه د سیاسی ساتنی لاندی راوړی. هغو فرانسوی پسپورټ واخیستلو او خپل نوم یی بدل کړلو. 

مخته د لسو کالونو نه٬ دنی (Dany) فرانسوی ژبه زده کړله٬ انجینری یی وویله٬ ښه دنده یی ونیوله٬ خپل کورنۍ یی فرانسوی ته راوغوښتل او د هغه میرمنی سره یی چی واده وکړلو یوه ښکلۍ لور یی دنیا ته راړله. ما د هغو نه پوشتنه وکړله٬ که وروسته د دغه قارونکو پیښو نه چی په هغه ځای کی منځ ته راتلل٫ او ته په چیچن کی ژوندی پاتی شوی وی٬ د څه شی لپاره متاسفه کیدلی؟ هغو په خندا باندی ځواب راکړلو چی د یوازۍ لپاره متاسف کیدلم.

ټکی: انځور د دغه ځای نه 

 

 

 



About the author

HamidMayar

Hamed Mayar is Graduated in 2012 from Journalism (B.A) Herat University ,Afghanistan. Right now he is the Communication & Outreach Officer in AECOM/SIKA West. also The Social Media officer in ACSC Herat Branch. He have many Years Experience working with Media & press,(from 2010-2012 the Head Director of Asia TV…

Subscribe 0
160