انسان یوه کوچینی نړۍ

Posted on at


 


ای انسانه! ته الله پیداکړی یی که ته دپلانکي اوپلانکي په څیرنه یې؛ نوپروانه کوی،ځکه ته په دی نړۍ کې ځانته یوڅوک یې،هغه درپیښیدونکې دي چې ستا په قصمت کې له ازله دی،که اعتماد لری.


                                     


 الله ج  فرمایې ((په حقیقت کې هڅې په بیلابیلو ډولونو سره دي)).


ډاکټر جیمس ګورډن ګیلکي وایې((داخبره چې ته یو منفردځانګړی شخصیت یې ،یواځي اویوا ځي ته یې ،دومره زړه اولرغونې ده څومره چې بشري تاریخ لرغونی اوزوړ دی)).    


                                         


انسانه ! ته ځاته شی یې ،نه ته  چاته ورته یې اونه تاته څوک ورته دي! خدا   تعالی دغه امتیاز یوازې تاته دربښلی.                                                   ترهغه بل بدمرغه به پیدانشي چې  پردۍ  پیښې کوي اوځان دنورو په څیر جوړوی  اوپردی فکر راخپلوي .بل داخوهسی دشریعت له نګاه هم حرام دی چې دبل په څیر ځان جوړوي


.                                                              


هرکس ځانته ارزښتونه لری  یوپه بل کې ویلي کېدلای نشي .هرکس ځانګړې وړتیاوې لری کولی شي چې څنګه له خپلو وړتیاوو څخه  استفاده وکړي. هغه وخت به راشي چې دانسان علم پردی حقیقت ګواهي ورکړي ،چې کینه ناپوهي اوتقلید ځان وژنه ده ،انسان بایدپه  هر ډول ظروفو اوشرایطو کې پر خپل ځان باور ولري. 



About the author

160