خلک ولی په سیاسی ګوندونو باور نه لري؟

Posted on at


 


که وکتل شي نوتقریبا دنړۍ په اکثرو هیوادونوکی سیاسی ګوندونه فعالیت لري اودهغه هیوادونو نژدی ټول وګړي دیوه سیاسي ګوند غړیتوب لري هلته هرڅوک خپلی غوښتنی دګوندونو په وسیله په دولت مني همدارنګه خپل ګوند ته وفاداره وي خو که خپل هیوادکی سیاسی ګوندونه دنورو هیوادونو دسیاسی ګوندونو سره مقایسه کړو نو ډیر توپیر به پکی ولیدل شي.


داچی ولی زمونږ په هیواد کی خلک په سیاسی ګوندونو باور نه لري ډیر علتونه لري چی په دی ډول تری یادونه کولای شو.


۱-که مونږ نوروهیوادونو ته نظر واچوو نو به وینو چی هلته ګوندونه دیوی مشخصی پالیسی سره رامنځ ته کیږي دهغوی اهداف معلوم وي هغوی هرډول لارښودونه لري لکه سیاسی لارښود ،اقتصادي لارښود،داخلي لارښود، خا رجي لارښود ،دګوند داخلي لارښود اونور لارښودونه کوم چی کولای شي په اصطلاح .دګوند سره کرښه معلومه  کړي


 


خو دلته بیا هرڅه په بل ډول سره دي دلته که یوه ګوند سیاسی لارښود ولری نوبیا اقتصادی لارښودیی ډیر کمزوری وي که داخلی لارښود یی منظم وي نو بیابهرنی لارښودیی دستونزو څخه خالی نه وي .


په لنډډول ویلی شو چی زمونږ په هیوادکی ګوندونه یوجامع اوهراړخیز لارښود نه لري چی هغه لارښود وکولای شي ټولی برخی ولري اودټولني هرقشر ځان ته راجذب کړي.


۲-په نورو هیوادونوکی ګوندونه دیوی ملي مفکوری په اساس منځ ته راځي هلته قوم ،ژبه ، مذهب ، سمت ،نژادپه نظرکی نه نیول کیږي بلکی هڅه کوي چی ددغو مسایلو په وړاندی مبارزه وکړي خو دلته بیاهرڅه برعکس دي په دي تیرو څوکلونوکی مونږولیدل چی ټول ګوندونه دقوم په اساس منځ ته راغلل ګوندونو قومي،سمتي،ژبنيزاومذهبي رنګ واخیست.


 


۳-په اکثره هیوادونوکی ګوندونه دملي وحدت یوه سمبول وي چی دبیلابیلو ژبو ،قومونو ،مذهبونو اونژادونو خلک په کی ګډون لري خوپه افغانستان کی ددوی دکړنوڅخه معلومه شوه چی ملي وحدت همدی ګوندونو له منځه یوړ.


۴-په پرمختللوهیوادونوکی دګوندرهبري شورا دټاکنو اورایو په اساس ټاکل کیږي خو زمونږپه هیوادکی بیاتقریبا شاهی ده .


۵-هلته دګوندرهبر په لیاقت اوصداقت سره ټاکل کیږي یعنی هغه شخص چی ملی ګټو او دګوند ګټو ده وفاداره وي ټاکل کیږی خو دلته بیا هرهغه څوک چی زور ولري یا پیسی ولري په اسانی سره کولای شی رهبري په لاس کی واخلی اګر چی هغه ددی لیاقت هم ونه لري.


 



۶-په بهرنیو هیوادونوکی دګوندونو لارښودونه دملي ګټوپه اساس ټاکل کیږي او هغوی ملي ګټوته له شخصي ګټوڅځه لومړیتوب ورکوي هغه څه چی وایی پری عمل کوي .


خو په افغانستان کی لاتراوسه ملي ګټی نه دي تعریف شوی ګوندونه سره ددی چی په شعارکی ملي ګټوته دژمنتیا ناری وهي خو په عمل کی بیا برعکس وي دوی دشخصی ګټو لپاره ملي ګټی ترپښولاندی کوي.


۷-په نوروهیوادونودګوندونو شمیر کم وی چی حداکثر یی پنځه یاشپږ وي.دمثال په ډول دامریکی په متحده ایالاتوکی دوه ستر  ګوندونه جمهوری غوښتونکي اودموکراتانو په نوم دي سره ددی چی هغه هیواد دافغانستا په اندازه څو واری لوی دی اونفوس یی هم ډیر دی خو زمونږ هیواد سره ددی چی کوچنی دی اووګړي یی هم لږی بیاهم دومره ډیر ګوندونه لري چی دڅو هیوادونو  دګوندونو دمجموعی څخه ډیردي.


 


۸-په اکثرو هیوادونو کی ګوندونه دکمیت ترڅنګ کیفیت ته هم ډیره توجه کوي هڅه کوي هغه څوک جذب کړي چی ګوند ته وفاداره وي دګوند ټولی کړنلاری په ځان عملي کړي مګر زمونږپه هیواد کی ګوندي مشران هڅه کوی چی خپل شمیرډیرکړي دیته نه ګوري چی ایا داکس ګوند ته څومره وفاداره دی او ترکومی اندازی پوری دګوند له کړنلاری سره موافق دی سره ددی چی هغه کس به دګوند کړنلاره لوستي هم نه خو دګوندغړی به وي.


حتی ډیر داسی کسان وجود لري چی په یوه وخت کی دڅو ګوندونو غړیتوب لري.


۹-دګوندسرچینی معلومی وي هغه هیوادونه چی ګوندونو پکی ښه پرمختګ کړی دی هلته دګوند مالی سرچینی معلومی وي خودلته بیادګوند څخه دتجارت په حیث کاراخیستل کیږي.


لیکوال:عبدالرحمن الکوزی


 



About the author

abdulrahman10

Abdulrahman alkozai, Writer at filmannex,Graduated from Afghanistan Technical and Vocational Institute (ATVI)in 2013 and student of journalism faculty of kabul university.

Subscribe 0
160