ډار د ناکامی نه

Posted on at

This post is also available in:

ډار: یو ژوندی ځواب د احساسی او جسمی خطرونو ته دی

مګر موږ ډیر وختونه د هغه حالاتو نه ډاریږو چی په هیڅ کوم حالاتو کی د مرګ او ژوند شرایطو څرګندونکی نه دی. ځکه چی ډار موږ غیرعقلی کوی. دغه ډار سبب کیږی چی د امن ځای نه بیرون ولاړ نشو. ډار موږ ته اجازه نه راکوی ترڅو چی خپل فرصتونه زده کړو.

روحی ضربی او یا هم بدی تجربی د ډار سبب کیږی٬ مګر د خپل ځان تابت کول د ژوند په ډارونو کی٬ ډیره ښه لاره یی د تیرو پیښو نه تیریدل دی. 

د یو ورزشکار په توکه زما لوی ډار ماته ده. د خپل عمر اولس کاله می د جودو ورزش کی تیر کړی دی او په دوو تیرو کالونو کی می زده کړی دی چی ناکامی یوه طبیعی پیښه ده٬ مګر تسلیم کیدل یی طبیعی نه ده. څوځلی می سفر کړی دی او د یوی سیالۍ لپاره می تمرین کړی دی٬ مګر په آخر پرته د کوم لاسته راوړنۍ نه راغلی یم. که څه هم زما غړیتوب د ۲۰۱۲ کال المپیک ټیم کی د پروګرامونو نه می ول٬ بیا هم ما د هغو غړیتوب تر لاسه نکړلو. د ډیرو شخصی او ورزشی اهدافو لاسته راوړلو کی ناکام شوی یم٬ مګر تر اوسه د هغو پسی کوښښ کوم. 

د یو ورزشکار په توکه زما لوی ډار د ماتی نه دی. ځینی وختونه٬ احساس کوم چی خپل ځان می اندېښنی ته اچوم٬ ځکه فکر کوم چی دغه پیسی٬ زیار٬ وینه٬ اوښکی او خولی می په دغه ورزش می ایښی دی او که زه هم ناکامه شم زه نشم کولی د خپل ځان سره صادقانه ژوند وکړم. د هغو څنک سره٬ احساس کوم چی ټول هغه کسان چی زما په شاوخوا کی دی٬ زما مربی٬ ملګری او کورنۍ می ناامیده کړی دی. په ټول ژوند کی می احساس کړی دی چی لکه د لومړیو ورځو غوندی چی جودو ته می پیل وکړلو مجبوره یم کوم شی ثابته کړم٬ مجبوره یم چی خپل پلار ته می ثابته کړم چی په کافی توکه قوی یم ترڅو چی دغه لاره تر سره کړم. 

 

زما عقل یو د لویو ضعفونو نه می د یو ورزشکار په توکه دی. ډير په دغه اړه فکر کوم او د فکر لوبو برخه خپل فکر ته اچوم . غواړم چی نه تنها د نورو تمه باندی ژوند وکړم٬ مګر د خپل تمه او هیلو باندی هم باید ژوند وکړم. مطمئنه یم چی ټول هغه شیان کی چی په فکر کی می چمتو کړی دی ترسره یی کړم. دغه می څوځلی ثابته کړی دی او په راتلونکی کی به هم داسی وکړم.

څرنکه چی راتلونکی کال رارسیږی٬ د ۲۰۱۴ کال اهداف می٬ او د خپل ژوند او ورزش اهدافو جوړولو ته پیل کړی دی. پوهیږم چی ټولو اهدافو ته می نه رسیږم. مګر پوهیږم چی باید سخت کار وکړم ترڅو چی په ممکنه توکه هغو ته ورسیږم او هیڅ کومه ناکامی ماته به ماته رانکړی. زه به دغه سفر ته ادامه ورکړم٬ د کار شاته کوم شی شته چی ما د هغو ادامه ورکولو ته تشویق کوی او ډار د ناکامی نه زما د ډیر او سخت کار کولو سبب هم کیږی. 

 



About the author

HamidMayar

Hamed Mayar is Graduated in 2012 from Journalism (B.A) Herat University ,Afghanistan. Right now he is the Communication & Outreach Officer in AECOM/SIKA West. also The Social Media officer in ACSC Herat Branch. He have many Years Experience working with Media & press,(from 2010-2012 the Head Director of Asia TV…

Subscribe 0
160