:ګرانو زده کوونکو
د دغه اونۍ په جریان کی د زده کونکو نوم لیکنه د کامپیوټر او انترنټ برخه کی وه٬ چی زده کونکی د کامپیوټر او نرم افزاری پروګرامونو کی زده کړه وینی او بلاګ لیکل زده کونکو ته درس ورکول کیږی چی د غه پروګرام د افغان سیټادل شرکت له خوا چمتو شوی دی. چی اوس د دغه پروګرام نوم لیکنه پای ته رسیدلی ده او زده کونکی د اجتماعی رسانو زده کولو په حال کی دی.
د دغه اونۍ په جریان کی د محجوبی هروی لیسی زده کوونکو پارچی ورکړل شوی او په یو خاص مجلس کی غوره (لومړۍ٫ دویم٫ درېم) زده کوونکو ته تقدیر نامی او سوغات ورکړل شول.
او هم د دغه لیسی زده کوونکو شورا غړیو ته تقدیرنامی د هرات ولایت ښاروالی له خوا نه ورکړل شوی٬ چی د غه تقدیرنامی د معارف او د دغه لیسی اداری غړیو شتون سره زده کونکو ته ورکړل شوی. چی دغه پروګرام د شپږو میاشتو لپاره د دغه لیسی زده کونکو ته د ښار٫ ښاروالی او چاپریال په اړه وو. چی ټولو زده کونکو د ۷ تر ۱۲ ټولګیو ګډون کړی وو.