د باغداری سره زیاته مینه د انسان په عمرکی زیاتوالی راولی

Posted on at


ماهران وایي چې له باغدارۍ سره مینه په ژوند کې خوشحالي ډیروي او بنیادم ته د تاندوالي احساس وربخښي. ماهرانو دا هم ویلي دي، چې په باغدارۍ باندې بوخت کسان ممکن تر نورو کسانو منظم او خوشبینه وي.



 څیړونکو ویلي، چې د باغ او باغچې په چارو بوخت څو پنځوس کلن کسان یې تر خپلو هغو همزولو چې په نورو کارونو بوخت وو، ژوند ته لیوال ولیدل.



 د رویټرز اژانس له راپور سره سم، په تکزاس کې د دوو پوهنتونونو محققانو کابو درې سوه کسه چې تر پنځوسو کلونو یې عمر زیات وو، په دوو ګروپونو وویشل.



 یوه هغه ډله چې له باغ او باغچې سره یې سروکار نه وو او بله هغه ډله چې په باغ او باغچه کې یې هم کار کاوه. دوی ته معلومه شوه چې په باغ او باغچه کې په کار بوختو یواویا فیصده کسانو ځان ځوان احساساوه، حال دا چې په هغه بل ګروپ کې یوازې اووه څلویښت فیصده کسانو د ځوانۍ او تاندوالي احساس درلود. 



دغه راز د باغ او باغچې په چارو بوختو کسانو تر نورو هغو په ځانونو کې ډیره انرژي لیده، تر نورو یې ډیر ورزش کاوه او په ذهني لحاظ هم تر نورو فعال او تکړه وو.



 په دې سربیره په باغ او باغچه کې بوختو کسانو نسبت نورو کسانو ته چې د باغ او باغچې په چارو بوخت نه وو، تازه میوې او تازه سبزیانې ډیرې خوړلې او



تر هغو نورو په ژوند کې خوشحاله وو.



About the author

160