په هیوادکی جنګ جګړی او بد اقتصادی ضعیت ددی سبب شوی دی چی په هیوادکی دغلا اونورو ناوړه جرمونوکی زیاتوالی راشي چی چی دلویانو ترڅنګ ماشومان هم ددغی ناوړی پدیدی ښکارشوي دي او دا ددی لامل شوی دی چی یو زیات شمیر ماشومان دپوهی او علم له ستر نعمت څخه بی برخی پاتی شي او ونشي کولای خپله راتلونکی تضمین کړي
دیونیسف دنړیوالی ټولنی دراپور له مخی افغانستان دنړی یو له هغه هیوادونو څخه دی چی ماشومان پکی په سختو کارونوبوخت دي اودغی اداری دماشومانو وضعیت په هیوادکی دانديښنی وړبللی دی.
په هیوادکی بداقتصادي وضعیت او جګړی ددی سبب شوی دی چی ډیری ماشومان دمکتب دبکس پرځای دکارکولو سامان واخلي او ددخپلی کورنۍ اړتیاوی پوره کړي . دغه ماشومان چی دهیواد په مختلفو برخو کی په مختلفوکارونو بوخت دي اوله سهاره ترماښام پوری دیوی مړی ډوډی دپیداکولو لپاره ډیرسخت کارونه ترسره کوي.ځینی نوریی بیا دسوالګرو په ډول دخلکو څخه پیسی ترلاسه کوي .
که دکابل ښار په هره برخه کی وکتل شي نوډیر داسی ماشومان به ولیدل شي چی په کارونو بوخت دي په دوی کی زیاتره داسی ماشومان هم لیدل کیږي چی ان عمرونه یی له دولس کلونو څخه هم کم دي .
دښار دفروشګاه په سیمه کی یوماشوم چی په داسوړ ژمي کی شلیدلی څپلۍ په پښووی عمربه یی یوولس کلونوته رسیده په هر چا پسی به یی منډی وهلی او تری غوښتل به یی چی پلاستیکي کڅوړه تری په بیه واخلي خو چاچی به ضرورت نه لره نو همداسی به تری تیرشو ماتری پوښتنه وکړه چی ولی ددی پرځای چی ښوونځي ته لاړشي پلاستیکونه خرڅوي ؟ په ځواب کی یی راته وویل پلارمی پنځه کاله کیږي چی فلج شوی دی اقتصادي وضعه مو ښه نده زه او بل ورورمی دواړه دلته داپلاستیکي کڅوړی خرڅوو چی دکورخرڅ ومومو ده راته وویل چی ډیر شوق لري چی ښونځی ته ولاړشي لکه دنوروماشومانوپه څیر درس ووایي او یوه ښه راتلونکی ولري خو غریبي یی درس ویلو ته نه پریږدي .
ددغه ماشوم په څیر ډیر داسی نورماشوم هم شتون لري چی دکورمسولیتونه یی په کوچنیوالي کی په اوږوبارشوي دي هغه مسولیتونه چی حتی ځینی لویان هم ددغو مسولیتونو په اداءکولو کی پاتی راځي.
له بلی خوا ځينی کسان ددغو ماشومانو له مجبوریتو څخه ناوړه ګټه اخلي اودوی دیته مجبوروي چی غیراخلاقي کړنی سرته ورسوي . دافغانستان دبشری حقوقو کمیسون په خپل یوه راپورکی وویل چی چی ځينی ماشومان په شخصي محفلونوکی ګډول کیږي زنګونه ورتړل کیږي اوحتی له هغوی څخه ناوړه جنسي ګټی اخیستل کیږي دوی وایی چی دغه ماشومان دناوړه اقتصادي حالت له امله دیته مجبوریږي چی داډول غیر اخلاقي کړنی ترسره کړي.چی دغه کار ددغو ماشومانو ټولنیز وقار په ټولنه کی راټیټوي اوددوی راتلونکی له خطرسره مخامخ کوي چی په راتلونکی کی دغه ډول اشخاص ټولنی ته ډیر مضر واقع کیدای شي او مختلف جنایتونه ترسره کوي .
خودولت باید په دی اړه بی پروا پاتی نشي که نوره مرسته نه شي کولای نو دومره خو باید وکړي چی له دوی څخه دناوړه استفادی مخه ونیسي هغه کسان چی دوی دی کارونوته هڅوی باید عدلي ارګانونوته وروپیژندل شي ترڅو ورته سزاورکړل شي چی په راتلونکی کی دداسی پیښو څخه مخنیوی وشي.
لیکوال :عبدالرحمن الکوزی