د زده کونکو پیژندنه د کامپیوټر پروګرامونو سره او پایداره اقتصاد

Posted on at


ګرانو زده کوونکو:
د دغه اونۍ لومړی ورځو کی چی په ملکه جلالی لیسی که می د کامپیوتر ټولګی پیل کړلو٬ یو شمیر ډیرو زده کوونکو د ښه مینی سره یی په دغه ټولګیانو کی ګډون وکړلو او ماته یی د خپلی مینی سره قوت راکړلو٫ د دغه ښوونځی زده کونکو په خلاص فکر باندی یی په دغه پروګرام کی ګډون وکړلو٬ او د هغه ورځی په هیله باندی چی دوی کامپیوټر او پروګرامونه یی په ښه توکه زده کړی٬ او هم انکس فلم په دغه برخه کی یی یو لوی رول لوبولی دی ترڅو چی زده کوونکی وکولی شی د مقالو لیکلو سره خپل ناویل شوی خبری نورو ووایی٬ او خپله فکر کچه پورته کړی او دوی وکولی شی د دغه لاری نه خپل غږ خلکو او ټولو نړی ته ورسوی.



افغان سیټادل شرکت د انکس فلم په همکاری باندی د افغان محرومه ښځو لپاره یی وکولی شو دغه شرایط چمتو کړی ترڅو چی دوی وکولی د دغه لاری پیسی لاسته راوړی٬ او دوی ته یوه تشویقی اوسی او حس وکړی چی دوی هم کولی شی پیسی لاسته راوړی.


د دغه ښوونځی زده کونکو وکولی شو د پورته واکمنی سره یی دغه کار په ښه توکه ترسره کړی او د خلاقه فکر سره یی پر ما باندی د زړه قوت راکړلو.



د دغه اونۍ (۲۰۱۳/۱۲/۲۹) په جریان کی د ملکه جلالی لیسی زده کونکو د اداره په همکاری باندی یی خپل درسونو ته پیل وکړلو٫ او ویندوز پروګرام مو او د هغو د کار اخیستلو لاری مو په ښه توکه مخته بوتللو.



د دغه ښوونځی زده کونکو په دغه پروګرام کی یی ګډون وکړلو او اوس دوی کولی شی پیسی لاسته راوړی٬ زده کونکی ډیر خوشاله دی٬ ځکه دوی تراوسه هیڅکله داسی فکر نه کولو چی یوه ورځ په دارنکه پروګرام کی ګډون ونیسی. د هغه ورځی په هیله باندی چی د افغانستان رنج لیدلی او محرومی ښځی وکولی شی په دارنکه پروګرامونو کی ګډون ونیسی.




About the author

MalakeJalaliSchool

Malake Jalali is located on Godam Street in front of the big Masque of Herat, Afghanistan. It has 3270 Students, 101 teachers and 2 buildings.

Subscribe 0
160