ټولینزی اړیکی د مالداری او جایداد سره مینه کموی

Posted on at


    یوه نوې څیړنه ښیي چې کوم کسان د مال او جایداد لرلو ته ډیر اهمیت ورکوي، ممکن په  اجتماعي روابطو کې ځان ناامنه ا و یوازې احساس کړي او برعکس، هغه کسان چې د شتمنۍ او ثروت لرلو ته زیات اهمیت نه ورکوي ، ممکن په ټولنه کې ځان یوازې ورښکاره نه شي او داسې احساس ولري چې د خوږو ملګرو او



ملاتړ کوونکو خپلوانو څښتن دی. د رویټرز اژانس له راپور سره سم، څيړونکو معلومه کړې ده چې هغه څوک چې ګومان کوي چې نورو ته د منلو نه دی او نور ورسره محبت نه لري، نو ممکن په ثروت او شتمنۍ باندې لا زیاته تکیه وکړي.


 


      د دې نوې څیړنې د ټیم لیکوالې مارګریټ کلارک چې د امریکا په یال پوهنتون کې د ارواپوهنې پروفیسره ده، وایي چې : موږ دوه تحقیقه وکړل او د دواړو


 


تحقیقاتو اصلي نتیجه دا وه چې که وګړی په روحي لحاظ ځان په ټولنه کې خوندي احساس کړي او ټولنه بې خپلو خواخوږو او بې  خپلو ملګرو ونه ویني، نو په مادي شتمنۍ پورې به هغومره زړه ونه تړي لکه بې ملګرو او بې خواخوږیو کسان چې په ثروت او شتمنۍ پورې زړونه  تړي.



  د مارګریټ کلارک په وینا، خلک په دې پوهیږي چې دوی دومره ډیرو شیانو او شتمنیو ته چې پسې ګرځي، اړتیا نه لري خو دوی ممکن په دې پوه نه وي چې ولې د اړتیا تر حد په  زیاته شتمني پسې ګرځي او ورپسې لالهاند دي



       پروفیسر کلارک وایي چې انسان اجتماعي حیوان دی او له نورو سره نږدې تعلقات د ا منیت او خوندیتوب احساس ورکوي. لکه څنګه چې یو ماشوم د نورو له مرستې پرته ژوندی نه شي پاتیدای ، لوی بنیادم ته هم بې ملګرو او بې خواخوږو ژوند خورا سخته او بوږنوونکی دی. نو کله چې بنیادم یوازیتوب احساس



کړي او په ټولنه کې ځان یوازې وویني، د ثروت ټولولو او په شتمنۍ باندې تکیه کولو ته یې تمایل زیات شي. ثروت په حقیقت کې د ملګرو ځای ورته نیسي او د یوازیتوب احساس ورباندې جبیره کوي.    



      پروفیسره کلارک وا یي چې دغه نوې څیړنه به له موږ سره په ورځني ژوند کې مرسته وکړي او د ډیرو وسایلو د لرلو اصلي انګیزې به راوپیژني. مثلا که ستاسې میرمن د ډیرو شیانو له پیرودلو سره دلچسپي لري او په بازار کې د اړتیا تر حد ډیر وسایل رانیسي، نو د دې په ځای چې بحث ورسره وکړئ ، بهتره به دا



وي چې د دې عادت انګیزو ته یې متوجه شئ او وګورئ چې ایا دا خو ځان بې خواخوږي او بې دوستانو نه احساسوي؟ که چیرې دې ته دا احساس ورپیدا شي چې په کورنۍ یا ټولنه کې  یوازې نه ده او خواخوږي او ملاتړي لري، نو ممکن د غیرضروري وسایلو د پلورلو عادت یې ختم وی.



About the author

160