د شبنه ۱۳۹۲/۱۰/۰۷ تاریخ باندی د کامپیوټر او انترنټ لومړۍ د ژمی کورسونو جلسه پیل شوله چی دغه ټولګیان د درۍ میاشتو لپاره په شپږو وختو نو کی د یو ساعت لپاره زده کونکو ته درس ورکول کیږی٬ چی په دغه ټولګیانو کی ۲۶۴ زده کونکو د دغه لیسی مختلفو ټولګیانو نه ګډون کړی وو او اوس د زده کولو په حال کی دی. او دغه پروګرام د افغان سیټادل نرم افزار شرکت له خوا نه زده کونکو ته برګزاره شوی دی.
په هر یو ټولګی که ۴۴ زده کوونکو تنظیم شوی دی او د ۴۰ دقیقو لپاره هغوی ته ځینی مختلفه پروګرامونه درس ورکول کیږی او د لسو آخرو دقیقو کی په ټاګل شوی موضوع باندی مقالی لیکی او زده کونکو ته یی وړاندی کوی.
د ګوهر شاد بیګم لیسی زده کونکی په لومړۍ ورځه کی چی غه پروګرام د انکس فلم له خوا نه ورته چمتو شولو په خاصه مینه یی د هغو نه استقبال وکړلو او د کامپیوټر او انترنټ زده کولو ته یی پیل وکړلو.
مګر د دی لپاره چی د دغه ټولګی لومړی ورځه وه یو شمیر زده کونکو په ټاګل شوی وخت باندی حاضر شوی نه ول٫ او د جوړ شول لیسټ پر اساس باندی چی په ټولګی کی بند شوی وو د پیل او پای وخت یی ټاګل شوی دی. او هم هغوی ته د حاضری او د درسونو زده کول ورته وویل شول.
د دغه ټولګی لومړی جلسه د میاشتنی درسی پلان پر اساس باندی د ویندوز٬ دیسک تاپ پاڼه٫ تسک بار٫ استارت مینو او ځینی نور شیان چی د کامپیوټر برخه کی مهمه ول د شپږو وختونو کی ورته در ورکړل شولو. او ځینی مقالی چی د (د هغو راتللو هدف کامپیوټر او انترنټ ټولګی ته) د زده کونکو له خوا نه ولیکل شوی او ستونزی یی حل شولی.