درنو لوستونکو د ادبي مرکو په لړکې مې داځل ښاغلی محمدعمر ضیاء غږولی. ښاغلی ضیاء ځوان شاعر دی چې په ډیرکم وخت کې یې شعرته مخه کړی .له ښاغلي ضیاء څخه مې زیاتي څلوریزی او ازاد شعراوریده خوده یې تر اوسه دچاپ کومه هڅه نه ده کړې.دابه دسوالونو په لړکې له ده واورو چې تصمیم یې څه دی. ،په پيل كې مې ترې وپوښتل چې كه له درنولوستونكوسره پېژندګلوي وكړې، اوڅه ناڅه دځان په هكله ووايي ؟
ضیاء: ولی نه لمړی غواړم منګل صاحب تاسو ته اوبیا ټولو ګرانو لوستونکو ته دمینی ډک سلامونه وړاندی کړم بعداْ راځم ستاسو پوښتنې ته . زما نوم محمد عمر چې ضیاء تخلص کوم دپکتیا ولایت دزرمت ولسوالی اوسیدونکی یم .
منګل:کولی شي چې دخپلو زدکړو په باره کې معلومات راکړئ؟
ضیاء: که دخپلو زده کړو په باره کښې درته ووایم،اوس دتعلیم او تربیې دپوهنتون دریاضی دیپارتمنت ددریم ټولګی زده کړیال یم .
منګل: که دشخصي ژوند په اړه دي راته ووایې؟
ضیاء: تراوسه مې واده نه ده کړی غواړم خپلی زدکړې مکملې کړم.
منګل: څه شي ته مجبورکړې چې په شعر لیکلو دې قلم کیښود ؟
ضیاء: لمړی دا چې زه شعر لیکم دا خبره زما لپاره ډیره مشکله ده چې دومره لویه دعوه وکړم ولی داچې تاسویې شعر یې بولئ دا ستا سو د لویي چې ما شاعر بولۍ ، ما به کله کله دلیسي په دوره کې یو نیم شعر لیکله خوکله مې چې خدای بښلی مور وفات شوه او یو شعر مې پرې ولیکه، له هغه وروسته مې شعر ملګری دی .
منګل: ډیرشاعران وايي چې شعر ویل یوه فطري ډالۍ ده ،ستاسو نظر که راته ووایی؟
ضیاء: داچې ډیر شاعران وایې ،زه هم نه غواړم چې څاڅکی پاته شم .
منګل: څومره شعرونه مو تر اوسه ليكلي دي ؟
ضیاء: ډیروخت مې نه درلود دلیسې په وخت کې دکانکور امتحان ادیښمن کړی وم ،کله چې پوهنتون ته کامیاب شوم نودپوهنتون درسو سره لګیاوم نو تراوسه به می تر ۷۰ پورې لیکلی وي.
منګل: که د نننی او تیرې شاعرۍ په باب څه راته ووایې ؟
ضیاء: کله مې په خوا داسې څه لیکلي چې اوس یې هیڅ نشي لیکلای او اوس کله کله داسی څه ولیکيم چې په خوا مې نه شوای لیکلای.
منګل: که مو مور ژوندۍ وای بیا به مو هم شعر لیکل غوښتل او کنه ؟
ضیاء: دالله به څه خوښه وه نه پوهیږم.
لیکوال او ژورنالیست
عبدالرحمن منګل
ادامه لری ......