په اسلامي تاریخ کی دربیع الاول دولسمه

Posted on at



دربیع الاول دمیاشتی دولسمه نیټه داسلام په تاریخ کی یوه ځلانده اوپیژندل شوی ورځ دی ځکه په دی ورځ په  نړۍ کی  یو نوی تحول منځ ته راغی په دی ورځ لوی څښتن تعالی نړی ته داسی یو بشر راولیږه چی دظلم اوظالم کاسه یی چپه کړه

دربیع الاول دولسمه په ټوله اسلامي نړی کی رخصت وي پدغه ورځ دنړی مسلمانان ستری ستری غونډی جوړوي اودخپل ګران پیغمبر رسول اکرم ص دزوکړی ورځ لمانځي

پدغه ورځ خدای ج انسانانو ته داسی یوه ډالۍ ورکړه چی انسانانو سره دهغی دمننی او ځواب معادل نشته دغه ستر بشر دنړی زوړ او پرسوده مخ وربدل کړ اونړۍ ته یی یونوی رنګ ورکړ دظلم په مقابل کی له مظلومانو دفاع وکړه

 

څه دباندی څوارلس پیړی وړاند د ۵۷۱میلادی کال دنړی ستر لارښود حضرت محمد مصطفی ص دغی نړی ته سترګی ونړولی هغه ستر انسان چی دلوی خدای ج له خوا درسالت ستره دنده وروسپارل شوه

رسول اکرم ص دغه سپارل شوی دنده په پوره امانتداری ،زغم ،حوصلی اوقوت سره سرته ورسوله او هیڅ ستړیا پکی حس نکړه دغه ستر لارښود هغه تیاری چی په نړی کی موجودی وی داسلام په رڼا سره روښانه کړی

دغه ستر شخصیت نړی ته داسی قوانین چی دخدای ج له لوري ورته رالیږل شوي وه وروپیژندل چی دژوند ټولی برخی پکی رانغښتی دي دغو قوانینو انسانانو ته یو جامع او هراړخیز نظام جوړکړ

دغه قوانین دیوه کتاب په شکل چی قران پاک بلل کیږی مسلمانانو ته په میراث پریښودل چی دانسانانودژوند ټولی برخی سیاسي ،اجتماعی، اقتصادي پکی رانغښتی دي

لیکوال :عبدالرحمن الکوزی

 

 

 



About the author

abdulrahman10

Abdulrahman alkozai, Writer at filmannex,Graduated from Afghanistan Technical and Vocational Institute (ATVI)in 2013 and student of journalism faculty of kabul university.

Subscribe 0
160