د مور یاد شاعر کړم د مرکی دوهمه برخه

Posted on at


منګل: کولی شی چې هغه دمورپه باره کې دې لیکلی شعر راته  ووایې؟


ضیا‌ء: ولی نه :


مورې راغلی هدیرې ته یمه
 ناست دې څنګ ته مقبرې ته یمه



  دخپل ژوندونه مې شکوه راوړې
مورې وتاته مې ګیله راوړې
زوی دې چې تا یې په سر جنګونه کول
 په تایې رنګارنګ نازونه کول
 هغه اوس ټولي زمانې وهلی
 اوس د ژوندون هرې لحظې وهلی



اوس په ګریوان باندي تڼۍ نه لري
او مور خوړلی دی مورکۍ نه لري
څوک یې له پښی نه مات اغزی نه باسي 
څوک یې په درد باندي اسیولې نباسي



تابه دعا کړه چې لویکی شي زویه
دملک خادم شي لوی سړی شي زویه
 خونه خادم اونه سړی شوم مورې
ډیرو غموکې لیونی شوم مورې



دستا دعاوي څرغونه نشته
 ژوند تیاروکې دی درکونه نشته
 نارې وهمه فریادونه کوم
 مورې وتاته آوازونه کوم
هسي درنده په خوب ویده ولی یې



مورې له ماڅخه خپه ولی یې


منګل: ستاسو نه ډیره مننه محمدعمر ضیاء چې قیمتي وخت مو راسره تیر کړ.


ضیا‌ء: تاسو ته هم کامیابی غواړم خدای مومل شه .


لیکوال او ژورنالیست


عبدالرحمن منګل 


 



About the author

160