د اســـــلام اســــــاســــي رکــــــن

Posted on at



د اسلام د مبــــارک او مــقــدس دین جوړښت په دې پنځوستنو باندې ولاړ دی چې اساسي ســــــــــــتـــــن یــــــــــــــــې کلـــــــــــــمــه طــــیـــبــــــــه ده:

۱ – کلمه ۲ – لمونځ ۳ – روژه ۴ – زکات ۵ – حج.

بعضې علماؤ پردغه پنځه رکنونو برسیره جهاد هم  شامل کړی دی، که څوک توحید او یوالی ونه مني، او د الله (ج) ریښتونې او آخري نبي (محمد صــــلی الله علیه وسلم ) و نه مني، او مسلمان نشي، نو ده هغه لپاره دا څلور نور عبادتونه بیکاره دي او هیڅ ګټه ورته نشي رسولې.

مثلاً که یو سړې د ټول عمر لپاره روژه ونیسي ، لمونځ وکړي ، زکات ورکړي، نو د د سړی لپاره دا هیڅ کټه نلري، او خپل وخت همداسې عبث تیروي، او داسي عبادت د الله (ج) هیڅ خوښ او قبول نه ده.

یو بل مثال به هم ووایم چی تاسي پری سم پوه شئ، هغه دا چــــــې که یو هندو وګورو، هغه د خپل په طریقه باندی روژه هم نیسي او لمونځ هم کوي او خیر او خیرات هم ورکوي، نو د دي هندو عبادت قابل د قبول نه ده، ځکه چی هغه هندو ایمان نلري په خدای او په رسول د خدای باندي، نو له دی څخه جوته ده چی باید اول مونږ ایمان په خدای او رسول باندي راوړو، بیا دا نور عبادات لکه څنګه چی الله (ج) او پیغمبر (ص) ویلي دي سرته ورسوو.

او هغه څوک چي له اصله  مسلمان وي، د هغه لپاره پکار ده چی خپله کلمه هر وخت ووایي او تصدیق یي کړي، او هر وخت دی تازه کوي،

( لاٌاِلَهَ اِللهُ مُحَمَدُ رَسُولُ اللهِ ).

ژباړه: پرته د الله (ج) بل هیڅوک معبود نشته او محمد (ص) دهغه رسول دی.

نو ملګرو خپل ایمان قوي کړئ ! نورو ته لارښووني وکړئ ! چې د اسلام دین ته راشي، او د اسلام له ښیګڼو څخه یـــي خبر کړئ ! او د الله (ج) له قهر او غضب څخه یې خبر کړئ ! په دغه کار کي ستاسو ثواب هم شته او ستاسو ایمان هم پرې قوي او تازه کیږي، او کوم سړي چی ستاسو په ژبه او لاس باندي مسلمان شوی وي، نو وروسته له هغې نه چې هغه څومره عبادت او ښه کارونه کوي پرته له دي څخه چي د هغه په ثواب کې کوم کمښت راشي په همغه اندازه ثواب تاسي ته هم درکول کیږي.

اوس مهال دنیا کفرته روانه ده زیار وباسئ چي خپل ځان وساتئ ! او نوروته د اسلام دعوت وکړئ ! یو څو ورځې دنیا ده چــې په هر رقم یې چـــې تیر کړئ تیریږي، خو غوره یي داده چی خپل ایمان وساتئ او ښه کارونه وکړئ ، او د آخرت لپاره ځان ته یوه ښه توښه برابره کړئ، په دی دنیا کې هیڅ څوک نه پاته کیږي او ټول به ومري . 

الله (ج) او رسول الله (ص) د ایمان تازه کولو لپاره د کلمه طیبه لوستل او تصدیق کول ضروي کړي دي.

لیکوال: محمد خالد خان ستانکزی




About the author

160