راتلونکی ټولټاکنی څومره دباور وړدی

Posted on at




دسولییز واک دلیږد لپاره یوازنی غوره لار چی کولای شی له هرراز تاوتریخوالی او درغلیو څخه خوندی وی هغه دانتخاباتو له لیاری دسولییز او سیاسی واک لیږد دی او دغه ډول ټول ډیموکراتیک دولتونه اوس دسیاسی واک دلیږد لپاره له دی لیاری کار اخلی چی له نیکه مرغه زمونږ په هیواد کی هم دغه غوره اوبهتره لياره ۲۰۰۱ کال نه وروسته دلمړی ځل لپاره پرانیستل شوه او ددوه کاله موقعتی دوری وروسته افغانانو هغه تجربه کړلی.


 


چی په تیرو دوه دورو کی ښاغلی حامد کرزی دهیواد د ولسمشر په توګه ومنل شو او ویی کړای شول چی دهیواد دزیاتو وګړو رایی خپلی کړی اما سره لدی هم ځینو بهرنیو او داخلی کړیو اندیښنه لرله چی ګنی په ټولټاکنو کی دی درغلی شوی وی او دایی شفافی ټاکنی نه بللی.


 


اوس چی ددریم ځل لپاره ټاکنی کیږی او داځل نړیوال ننداره کوونکی هم دپخوا په پرتله کم دی او دسیمی ځینی هیوادونه او زمونږ همسایه ملکونه هم هغه دچا خبره دغه ساعت له خدایه غواړی تر څو څه یی چی وس ورسیږی درغلی وکړی.


 


 نو بیا خلکو سره داویره پیدا کیږی چی دابه لږ څه لری وی چی مونږ دی رڼی ټولټاکنی ولرو او زمونږ ټاکنی دی وزن پیداکړی او حق دی هم حقدار ته رسیدلی وی او ځینی خویی لا له نا امنی سر ټکوی او ویل کیږی چی د ټول هیواد په کچه ټول ټال ۴۴۰ درایو مرکزونه به تړلی پاتی شی او خلک به ونشی کړای چی نوموړو مرکزونو ته درایو ورکولو لپاره ولاړ شی.


 


اوس پوښته پیداکیږی چی په دغو ټاکنو باید څومره اعتبار وشی ؟او داداعتبار وړ دی آیا دولسواکی دساتلو لپاره به دولت کوم اقدام وکړی تر څو خلک پدی قانع کړی چی درایو مرکزونو ته ولاړ شی ؟ ستونزی ډیری دی مګر دحل لیاری یی نه دی معلومی شوی ددی پرځای چی خلک په ټاکنو باور پیدا کړی حکومتی چارواکی نوماندانو ته کمپاینونه کوی زه فکر نه کوم چی یوازی په کمپاینونو دی خلک خپل شی او دی ته زړه ښه کړی چی رایه ورکړی او دغه ټاکنی چی تر ځایه افغانی رنګ هم لری ښی تر سره شی.



About the author

160