ادبې زړورتیا

Posted on at


 


جګړه یواځې د زړورتیا د معلومولو میدان نه دی ، اوهم زړورتیا یو د بل له منځه وړل او جګړه  نه ده، بلکه رښتونې زړورتیا  ادبي زړورتیا ده چې په کومو ځایونو کې چې څوک خبرې نشي کولای ویل کیږي.


         نبي کریم صلی الله علیه و سلم  فرمايي:


( افضل الجهاد کلمة حق عند سلطان جائر )


ژباړه : تر ټولو غوره جهاد د ظالم پاچا ترمخ د حق ویل دي.


 


د ادبي زړورتیا د کیسو له منځ څخه مو یوه کیسه غوره کړی چې هغه د ابو جعفر منصور ( عباسي خلیفه )  په وخت کې پېښه شوی ده ، نوموړی خلیفه ډیر زیات ځواک درلود او خلک به ورڅخه ډیر زیات ویریدل ، یاد خلیفه ته خبر ورسیده چې د ( بني امیه ) له خدمتګارانوڅخه له یوه کس سره مال او سلاح شتون لري چې په ( امویانو ) پورې اړه لري ، خلیفه امر وکړ چې دا کس ما ته حاضر کړئ ، د خلیفه په امر لښکر ولاړ او نوموړی کس یې د خلیفه پر وړاندې حاضر کړ. 


خلیفه : مونږ ته خبر رارسیدلی دی چې له تا سره د ( امویانو ) اړوند مالونه شــــتــــه ، ن هغه ټول مالونه او اسلحې  بیت المال ته تسلیم کړه!


تورن کس : اي امیر المؤمنینه ! آیا تاسو د ( امویانو ) وارث یاست؟


خلیفه : نـــــــــه.


تورن کس : ایا تاسو د (  بني امیه ) وصي یاست؟


خلیفه : نـــــــــه.


 


تورن  کس : نو ولی ددغه مالونو پوښتنه راڅخه کوی ؟


خــــــــــــلـــــــیــــفه له ځـــان ســــره لـــه لـــږ فـــکـــــر وروســـته وویل :


( امویانو ) پر خلکو ډیر ظلمونه کړي او د خلکو مالونه یې غصب کړي ، زه غواړم چې دغه مالونه بیا بیت المال ته واپس کړم.


تورن کس : بیت المال ته ددغه مالونو د واپس کولو لپاره لومړی: تاسو باید دا ثابته کړئ چې دغه مالونه د ( امویانو ) دي ، دوهم : له دی سره تاسو دا باید ثابته کړئ چې دغه مالونه  ( امویانو ) له خلکو څخه په زوره اخیستي، ځکه چې  (امویان ) پرته له دغه مالونو څخه ډیر مالداره ول.


خلیفه ځمکې ته وکتل یو څو لحظې سوچ یې وکړ بیا یې خپل سر پورته کړ او خپل وزیر ته وویل :دا کس رښتیا وایي ، او بیا یې تورن  کس ته وکتل او وویې ویل ، آیا کومه ستونزه لرې چې درته حل یې کړم؟!


تورن کس : هو اي امیر المؤمنینه !


خلیفه : هغه څه ده؟


تورن  کس : غواړم هغه کس راته وښایې کوم چې تاته یې دغه خبر درکړی وو، او پر ما یې دا تور لګولی دی، په خدای قسم چې نه د ( امویانو ) را سره کوم مال شته او نه کوم امانت او یا کومه سلاح.


خلیفه د تورن له دغو خبرو څخه ورخطا شو او وویې ویل : نو څه شي دغه بحث ته مجبور کړې وې؟


تورن کس :کله چې د خلیفه حضور ته حاضر شوم په دې پوه شوم چې خلیفه تل د حق پالونکی او عادل دی ، او له باطل څخه مخ اړوي ، نو کومه لاره چې ما مخ ته یوړه د رښتینولۍ د ثابتولو لپاره تر  ټولو غوره لاره وه.


 


خلیفه د هغه کس د حاضرولو امر وکړ کوم چې په تورن کس یې دا تورونه لګولي وه ،کله چې یاد کس یې حاضر کړ نو تورن دا کس وپیژانده او وویې ویل:دا زما خدمتګار دی ، له ما څخه یې ۵۰۰ دیناره واخیستل او وتښتیده.


خلیفه چې دروغجن خدمتګار ته وکتل ، خدمتګار وډار شو او هر څه یې رښتیا وویل ، دا چې دینار یې پټ کړي ول ، او وویې ویل : ما ددی لپاره دا کار وکړ چې دا کس تاسو بندي کړئ تر څو له ما څخه خپلې پیسې ونه غواړي.


خلیفه تورن کس ته په خطاب کې وویل څه غواړې تر څو له دغه دروغجن خدمتګار سره یې وکړو؟


تورن کس : اي امیر المؤمنینه دا خدمتګار ددي لپاره بخښم ځکه چې د خلیفه په مجلس کې ناست دی.


خلیفه د تورن کس دا کار وستایه او ورته وویې ویل: تر اوسه پورې مې هیڅ داسې کس نه وو لیدلی چې له ما سره داسې دلیل ووایې او ما قانع کړي ، او تل به یې همدا خبره کوله.


 


لیکونکی: محمدالله رومل ستانکزي


      



About the author

160