ارزښتناکه نصیحتونه

Posted on at





زړه سوانده پلار چې د ژوند وروستۍ شیبې یې دي خپل زوی ته لسګونې نصیحتونه کوي  


 تل دی له خپل قوم سره له نرمي او زړه سوي څخه کار واخله ، له تا سره به ډیره مینه وکړي


 


تل تواضع کوه ، د خپل قوم پر وړاندی دی له تواضع څخه کار اخله ، ستا به ډیر احترام وکړي او تاته به لوړ مقام در وبخښي


 


له خپل قوم سره په ورین تندي چلند کوه او تل دی پر شونډو خندا راوله ، له تا څخه به پیروي وکړي


 


لوړ مقام خوښوونکی مه اوسه ، او ځان دی له هغو څخه زیات مه حسابوه ،تا به د قوم مشر کړي


 


د هغوی د کوچنیانو احترام کوه لکه څنګه چې د هغوی د مشرانو احترام کوې ، مشران به یې پر تا لورینه کوي او کوچنیان به یې له تا سره له حد نه زیاته مینه کوي، او د تا احترام به کوي


 


تل دی له خپل مال څخه هغوی باندي خواړه خوره




  د خپل ګاونډی عزت کوه او تل هغوی ته ښیګڼې ور رسوه


 


له هغه چا سره مرسته کوه کوم چې تاته د مرستې لاس در وړاندې کوي


 


پر خپل میلمه لورینه کوه او عزت یې کوه


 


  تل له سؤال کولو څخه ډډه کوه او له هغوی څخه څه مه غواړه


 


په دی ډول د خپل قوم په منځ کې د عزت او مقام خاوند کیږې ، او د هغوی مشر کیږې


 


لیکونکی : محمد خالد خان ستانکزی



About the author

160