د بشریت ستر لارښود حضرت محمد صلی الله علیه و سلم

Posted on at


 


حضرت محمد (صلی الله علیه و سلم) د عربو د بني هاشم  قبیلې په یوه کورنۍ کې چې د عربو له مشرانو څخه ګڼل کیدل د فیل کال(۵۷۱)میلادي کال د دووني په ورځ د ربیع الاول په میاشت کي هغه وخت چي ټوله نړۍ د ناپوهۍ د  تورو وړانګو تر سيوري لاندی وه، اوعربو به  خپلې لورګانې ژوندۍ خښولې  نړۍ ته یې سترګې  وغړولې ،مخکې له دی نه مخکې چې دغه ختمیدونکې نړۍ سترګې وغړوي مبارک پلار یې له نړۍ څخه رحلت کړی وه، او مور یې ( بي بي آمنه رض ) په داسې حال کې نړۍ ته راوست چې ګران پلار یې په دې نړۍ کې شتون نه درلود، د حضرت محمد (صلی الله علیه و سلم ) له زیږیدو څخه وروسته نیکه یې ( عبدالمطلب) له ځان سره کعبې ته یووړ او نوم یې په داسې حال کې احمد کیښود چې عربو تر دې وخت پورې دغه نوم نه وهاوریدلی.




د نیکه له مړینې څخه وروسته د هغه پالنه تره یې (ابوطالب) پر غاړه واخیست، او هغه یې د خپلو زامنو په څیر او حتی له هغوی څخه زیات وپاله او وویې روزه ، او مینه یې ورسره لرله.


نبي کریم  (صلی الله علیه و سلم ) ځوان شو، په داسی حال کې چې د خلکو په منځ کې د امین ، صادق او نیک عمله کس په نوم مشهور وو.




د پنځه ویشت کلنۍ په عمر د بي بي خدیجې په پانګه د یو سوداګریز کاروان په ترڅ کې شام ته روان شو ، او له شام څخه د بیرته راتګ په وخت کې بي بي خدیجې په خپل مال کې ډیرښت او ډیره ګټه ولیده ، او رسول اکرم  (صلی الله علیه و سلم ) ته یې د واده وړاندیز وکړ، او هغه هم دغه وړاندیز ومانه.




د څلویښتو کلونو په عمر د (حرا غار) کې په پیغمبرۍ مبعوث شو ، او دری کاله یې دغه بلنه په پټه بڼه مخته یووړه ، او وروسته یې دغه پټه بلنه د الله (ج) په امر په ښکاره بلنه واړوله، دغې بلنې په مکه معظمه کې دیارلس کاله دوام وکړ، وروسته دی ته په پام کې نیولو سره چې د بلنې کار په مکه کې د کفارو لخوا له مخنیوي سره مخامخ شو ، نو رسول الله  (صلی الله علیه و سلم ) له خپلو اصحابو سره له مکې څخه د مدینې منوري په لور روان شول ، نوموړی ښار یې د اسلامي حکومت پلازمینه وټاکه، او له هغه ځای څخه یې د اسلام مبارک دین په خپرولو پیل وکړ، او په ډیرو ستونزو سره یې د اسلام مبارک دین ټولې نړۍ کې خپور کړ، او خپله سپیڅلې دنده سرته ورسوله.




په پای کې محمد رسول الله  (صلی الله علیه و سلم ) په داسې حال کې چې د اسلام مقدس دین رنګینی وړانګې په ټوله نړۍ کې ځلیدلې ، او د الله (ج) رحمت ټوله نړۍ نیولې وه ، حضرت محمد  (صلی الله علیه و سلم ) د حضرت بي بي عایشې (رض) په غیږ کې په داسې حال کې چې عمر یې دری شپیته کلونو ته رسیده له دی فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې.


 


(انا لله و انا الیه راجعون)


 


لیکونکی: محمدالله رومل ستانکزی .



About the author

160