هرڅوک غواړی چی په خپل ژوند کی کامیاب اوسي خو کامیابی داسی شی ندی چی په خپله لاس ته راشي بلکی هر څوک مجبور دی چی دکامیابي دلاس ته راوړلو لپاره کوشش وکړي
ځینی لاری شته چی دهغه په وسیله کولای شو چی تر ډیره حده کامیابه واوسو
کلک هوډ
کله چی څوک غواړي یو کار ترسره کړي نو باید چی ترهرڅه دمخه دهغه کار دترسره کولو لپاره کلک هوډ او اراده ولري
دناپلیون یوه مشهوره وینا ده چی وایی (تصمیم دبري لومړی شرط دی)
دپایلې په اړه فکر کول
داډيره مهمه ده مخکی له دی چی یوه چاره ترسره کړو باید څوځله دهغه کاردپایلی په اړه فکر وکړو چی په دی اړه باید له خپلو تجربو څخه ګټه واخلو له هغه کسانو څخه چی په دی تړاو پوهه ولري له هغوی څخه مشوره واخلو اووروسته عملي ګامونه واخلو
ډيری کسان مخکی له دی چی فکر وکړي عمل کوي چی د ناکامي ترټولو ستر علت همدادی
په خپل ځان باندی اعتبار کول
داپه دی معنی چی هر انسان باید په خپل ځان باندی دا باور ولري چی دی ددی توانایی لري چی هغه چاره چی دی غواړي ترسره کړي کولای چی په کامیابي سره سرته ورسوي په خپل ځان باندی اعتبار کول دسړی حوصله لوړوي او ناممکنه چاری ممکنه کوي
ترټوله غټه ناکامي داده چی انسان په خپل ځان باندی اعتبارونه لري
دماتی نه منل
دماتی نه منل په دی معنی نده چی کله یوکس په یو چاره کی ونه شي کولای چی خپله موخه ترلاسه کړي او بیا ووایی چی نه ماګټلی ده بلکی په دی معنی ده چی ناامیده باید نه شي ځکه چی ژوند دناکامیو اوکامیابیو څخه جوړشوی دی ناکامي خپله دراتلونکی لپاره یوه ستره تجربه ده
یو متل دی وایی چی (اوسپنه چی هرڅومره ټکول کیږي هغومره پخیږي)انسان که هرڅومره دناکامي سره مخ کیږی هغومره دژوند له ناخوالو سره بلدتیا پیداکوي هغومره یی په ژوندکی تجربه زیاتیږي او تجربه دکامیابي لومړی اصل دی
لیکوال :عبدالرحمن الکوزی