د افغان ښځو مقاله لیکل او پایداره زده کړه

Posted on at


ګرانو لوستونکو: 
د ډیرو وختونو نه دیخوا ته بشر په کوښښ دی ترڅو چی وکولی شی د اجتماعی کچی برخه کی پرمختک او سیالۍ وکړی ترڅو چی یوه خاص مقام د خپل ځان لپاره لاسته راوړی او تل غواړی چی وکولی شی په مختلفو توکو باندی خپل استعدادونو ته پرمختک ورکړی. د خوشالی و نیکمرغی ځای دی چی افغان سیټادل شرکت د انکس فلم په همکاری باندی یو ګټه ور قدم یی په دغه برخه کی اخیستی دی او یوه لاره یی د افغان نجونو استعدادونو پرمختک لپاره اخیستی دی ترڅو چی وکولی شی خپل دغو استعدادونو او مینو ته پرمختک ورکړی.



د ګوهر شاد بیګم لیسی زده کونکو هم خپل فعالیتونه یی په ډیر ټینکه توکه باندی په دغه برخه کی پیل کړی دی او هره ورځ په ډیره مینه ټول زده کونکی خپل ټولګیو ته راځی.


د دغه اونۍ په جریان کی ټولو زده کونکو خپل ځانونه یی په انکس فلم پاڼه کی ولیکل او وروسته د هغو نه هغوی ته د جیمیل پاڼی درس پیل شولو او ټولی برخی ورته درس ورکړل شوی٬ او هم یو شمیر د هغو نه په ګوګل پلس کی یی هم نوم لیکنه وکړله او د یو شمېر نورو یی د واوری سړی هوا له سببه راغلی نه وو.



د یادونۍ وړ دی هغه زده کوونکو چی خپل ځانونه یی په انکس فلم پاڼی کی ثبت کړی وو اوس مقالی لیکی او د انکس فلم خپل حساب کی یی اچوی٬ او هم ورځنی مقالی یی دا دی (صبر او شکیبایی٬ د ښځو نقش په اسلامی ټولنه کی٬ او مخدره مواد). او هم په دغه اونۍ کی هغوی ته یو نوی ډله یی دنده جوړه شوی ده چی په ډله توکه باندی نوم کښښدل کیږی چی هره ډله څلور نفره دی چی په مختلفو نومونو باندی یادیږی.



چی هره ډله د یو بل په مشورو باندی مقالی لیکی او وروسته د لیکلو پایلی نه د ډلی یو غړی هغه د نورو پر وړاندی یی لولی او بله ډله د هغوی ستونزی ورته وایی او په دغه توکه باندی د یو بل ستونزی حل کوی٬ او هم هغوی په کوښښ کی دی چی د دی نه نور هم خپل د مقاله لیکلو کچی ته پرمختک ورکړی. 


 زما د مختنی مقالو لیکلو لپاره کولی شی لاندی لینک وګوری: http://www.filmannex.com/Ghouharshad


 



About the author

Ghouharshad

Ghouharshad High School is established in 1340 at the time of Zahir Shah in the middle of Herat city. The school is including 54 classes, 254 teachers, and about ten thousands of students who are studying in different shifts. Afghan Citadel Software Company equipped the school with an IT Class…

Subscribe 0
160