د پلڅرخي له محبس څخه لیدنه

Posted on at


نن زموږ ځینې وروڼوغوښتل چې زما له بندي مشر ورور سره د لیدنې لپاره د څرخي محبس ته ورشي، سهار ۶ بجې عمومي ګیټ یا ور ته رسیدلي وو او نږدې ۱۲ بجې د هغه خواته ورسیدو بیا لږ وخت هلته وو چې لمونځ مو په جماعت سره وکړ له بندي وروڼو سره او ډوډۍ مو هم ورسره وخوړه او بیا درې نیمې بجې په بهر کېدو مو پيل وکړ او آخري ګیټ (وَر) څخه نږدې ۵ بجې ووتو.
خو یو شی چې ډیر اړین دی، هغه داچې د محبس او بندي وروڼو د کتلو لپاره چې څوک ورځي، ډیره بده وضعه ورسره کیږي.
باور وکړئ چې له یو ځناور او دښمن سره څوک داسې وضعیت نکوي لکه دوی چې له میلمنو یا ورتللو خلکو سره کاوه. ډیر سپین ږیري بې عزته شول. د چا د عمر، علم، کشر، مشر، یعنې د هیڅ شي لحاظ پکې معلوم نه وو.
په ټیل ماټیل کې د ځینو وروڼو پښې وینې شوې او ډیرۍ خلک ژوبل هم شول خو دغو ظالمانو هیڅ ترحم یا زړه سواندی نه درلود.
خلکو ویل چې اشرف غني محبس ته تللی نو حالت به ښه شوی وي، موږ هم د همدغه خبر په اوریدو خوښ شو، خو چې نن لاړو خبره بلکل سر چپه وه. یوازې د ولسمشر اشرف غني احمدزي په ورتګ حالات لږ بدل شوي ول او هغه ټوله نمایشي بڼه درلوده له کله چې هغه بهر شوی د محبس یا زندان خبرې کما فی السابق روانې دي.
فکرونه په یوه دقیقه یا یو ساعت کې هم بدلېدای شي داسې خلک مو ولیدل چې د ننوتو پر وخت یې خپلو بندیانو ته بد ویل خو چې د حکومتي چارواکو او منسوبینو وضعه یې ولیده او بیرته را بهر کیدل ټولو حکومت ته بد ویل او داسې یې ویل چې په دوی طالبان او حزب اسلامي ملامت ندي!
زما هیله او غوښتنه له حکومتي چارواکو څخه داده چې دا ۱۲ (دولس) ځایه تفتیش یا پلټنه بنده کړي دومره پلټنه چې دوی کوي او خلک ځوروي، فکر نکوم چې د نړۍ په سطحه به دومره خلک پلټل کیږي لکه دلته د څرخي په محبس کې چې کیږي. خلک ډیر خفه کیږي او په پلټنه کې هم ډیره بده وضعه ورسره کیږي بیا چې کله خلک بهر کیږي هم ورته معما وي.
که څوک د خلکو زړونه لاسته راوړل غواړي دایې سالمه او مناسبه لار نده. پولیس لکه چې هلته په دیوالو لیکلي ول (پولیس د ټولنې خدمتګار) او بل شعار داسې هم وو (د انسان د کرامت حق خوندی دی) داسې نور شعارونه مو په دیوالونو ولیدل، خو دا لکه چې یو شعار وو او په عمل کې هیچا عمل ورباندې نه کاوه.
خلکو په ډنډو ووهل شول، په برقي او پلاستیکي آلو هم خلک ووهل شول او داسې یو حالت ما تر اوسه په خپل ژوند کې نه و لیدلی. هلته د محبس د ننه هم د پولیسو لخوا ډیره بده وضعه له خلکو سره کیدله، هلته هم نه د مشر احترام و او نه د چا د انساني کرامت عزت، یوازې هغه څه روان ول چې پولیسو خپله غوښتل او خوښول یې.
هيله لرم چې زما دا لیکنه به اړوند ارګانو ته رسېدلې وي او دا هېله او حتی غوښتنه هم لرم چې د دې ډول خلکو مخه ونیول شي او د پلټنې نظام بدل کړي او ځینې نورې نیمګړتیاوې لکه چې ذکر شوې هغه اصلاح کړي.



About the author

safatullah-bahier

Safatullah Student

Subscribe 0
160