احمد ظاهر

Posted on at


احمد ظاهر


هغه ځوانچی محبوبیت یی په هیواد کی تر آخره حده رسیدلی دی اوس راځی چی له هغه څخه یوه یادونه وکړو احمد ظاهر چی د ټولو خلکو په زړونو کی ځای لری


.


د احمد ظاهر د زیږیدنی کال معلوم نه دی او خپلی لومړنی زده کړی یی د حبیبیی په ښوونځی کی ترسره کړی احمد ظاهر کله چی په ښوونځی کی وو نو د ښه آواز خاوند وو نو دښه آواز د درلودلو له امله به یی همیشه په ښوونځی کی ترانی ویلی چی د معارف له خوا هم ډیر تشویق شو او د (حبیبیی د بلبل ) په نامه مشهور شو او وروسته د



هغی څخه رادیو ته لاړا او ښکلی سندری چی (آخر ای دریا)یی نشر شوه او دوی او دری نوری سندری یی هم په (۱۳۴۳ او۱۳۴۴) کلونو په منځ کی یی نشر کړی چی دغو سندرو داسی غوغایی واچوله چی د محبوبیت وروستی برخی ته ورسیدو وروسته له هغی څخه احمد ظاهر هم خپلو سندرو ته وده ورکړه او ډیری سندری یی نشر کړی چی زیاتره یی د سعدی ، حافظ او مولوی غزلی یی ویلی دی


.


اما بیا هم عمر دده سره وفا ونه کړه چی د هغه وخت د کمونستانو له خوا د جوزا په ۲۴ د ۱۳۵۸ کال کی ووژل شو او د هغه آواز یی چپ کړی اما تر اوسه پوری خلک د هغه آواز هغه د خلکو په زړونو کی ژوندی ساتلی دی اوس مهال ۳۵ کاله د هغه له مړینی څخه کیږی او یوازی هغه شی چی له ده څخه په میراث پاتی دی دده سندری او آواز دی چی د لږو کالونو په تیرولو سره ډیری سندری ویلی دی چی د نوی نسل په زړونو کی یی هم محبوبیت تر لاسه کړی دی او دهغوی سندری را ژوندی کوی او د هغه سندری وایی


.


که څه هم احمد ظاهر له دی نړی څخه لاړا مګر هیڅکله د خلکو له زړونو څخه نه ځی او دده آواز همیشه د خلکو په زړونو کی ژوندی ساتی یو له هغو سندرو څخه چی ډیره مشهوره شوه دا وه


.


اوبه درته راوړم سابه درته پخوم       یاره ځم درسره خانه دی ورانه شوه جوګی


یار می هندو زه   مسلمان    یم       د یار لپاره   در مسال   جارو   کوم


په  قلا  دوی کوتری   ناستی      یو یی وشتل کوی بل یی ځان سینګاروی


دیوال سوری کړه ګوتی راکړه      پلارمی خټګر دی بیا به جوړ کړی دیوالونه



About the author

160