د انسانانو زیارونو پر اساس باندی ورځ په ورځ ټکنالوجی پرمختک کوی٬ او ټول انسانان د نوی علم زده کولو په حال کی دی. زده کونکی هم د هغو کسانو نه دی چی باید د پوهی په لټونی پسی اوسی. د افغانستان ښوونځیو کامپیوټر ټولګیان چی د افغان سیټادل شرکت له خوا نه جوړ شوی دی٬ سبب کیږی چی زده کونکی د کامپیوټر اساسی او اصلی مفاهیمو او اصطلاحاتو سره آشنا پیدا کړی.
او هم افغان سیټادل شرکت د انترنټ٫ بلاګ لیکلو٬ فلمنامه لیکلو او نقاشی برخو کی د زده کوونکو ظرفیت پورته وړلو لپاره نوی ټولګیان برګزاره کوی. چی دغه ټولګیان د زده کونکو لپاره ډیری ګټۍ لری او دوی د نړی خلکو او ټکنالوجی سره آشنا کوی. او هم د انترنټ سره آشنایی زده کونکی د نړی نویو خبرونو٫ عملی٬ فرهنګی٫ اجتماعی٫ اقتصادی٬ سیاسی او نورو موضوعاتو نه پوه کوی.
او هم زده کونکی د دغه لاری نه زده کوی چی څرنکه د نړی نامتو او نورو خلکو سره اړیکه برقراره کړی. او د بلاګ لیکلو له لاری دوی کولی شی چی د بلاګ لیکلو او د هغو کښښدل د انکس فلم خپل حساب کی زده کړی او د هغه لاری نه پیسی لاسته راوړی. او د فلم نامه لیکلو له لاری زده کونکی کولی شی چی د فلم نامه لیکلو سره آشنایی پیدا کړی او د هغو له لاری نه د خپل هیواد د فلم جوړولو برخه کی کمک وکړی ترڅو چی د هیواد سینما یی پرمختک وکړی.
مننه