ملی امنیت خبرتیا!

Posted on at


دافغانستان ولسونه په خندقونو سره نه بیلیږی ، په لراوبر افغانستان کی هرراز دیوال، خندق، اغزن سیم، تصنعی خطونه ددیورند کرښی په نامه یوواحد ملت نشی بیلوی. ملی امنیت اداره له خپلو ټولو منسوبینو په درنښت غوښتنه کوی ترڅو دهرراز اقدام نه لاس په سرنشی اوددی استعماری کړنو مخ نیوی وکړی.
ملی امنیت هر کارمند، افسر اوعسکر دنده لری چی دکرښی دواړه خوا هغه مخرب اوجاسوسی کړی له مینځه یوسی ترڅوداسی طرحی ورکوی. داسی کندی نشی کولای سترپښتون اوبلوڅ قوم سره بیل کړی. مرز اوسرحد مو مالوم دی ، داکرښه نه مونږ منلی وه اونه یی منو اونه هم څوک پریږدو چی پرافغانی خاوره اوارزښتونو اوملی حاکمیت باندی لوبی وکړی.
ملی امنیت به په خپل ټول توان ددی اقدام مخنیوی کوی او که تر 24 ساعتونو دا کیندل بند نشی نو دسیاسی او دیپلوماتیکو اړیکو بندولو غوښتنه کوو اوکه بیاهم دښمن دموضوع په اهمیت پوه نشول ، نو دولسونو په درنښت خواهش کوو ترڅو دخپل تاریخی حق اخیستلو ته اماده شی.
سرحد مو اتک اوبندر مو ګوادر دی اوله دی داعیی دمرګ تراخیری سلګی نه تیریږو !
یا ژوند دخپلواکی یا مرګ دغزت.
دلراوبر افغانستان دملی امنیت اداره



About the author

safatullah-bahier

Safatullah Student

Subscribe 0
160