زاهده زما دوذخ او ستا جنت به پو يو ځائے وی
عذاب زمونږ د دواړو او لذت به پو يو ځائے وی
حساب ته به ټينګيږې د کرم طمع به نۀ کړې
زما د ګناه بوج ستا عبادت به په يو ځائے وی
ازل کښ راته ياد شی زما خوا کښ وې ولاړه
زما او ستا روحونه په قيامت به په يو ځائے وی
د تا سره مې يو څۀ د رقيب سره مې بل څۀ
په زړۀ کښ مې نفرت او محبت به په يو ځائے وی
خبره په ريښتيا چې د ريحان د شاعرۍ شی
غزل او تغزل او شعريت به په يو ځائے وی