د شهید ډاکتر نجیب الله په یاد او افتخار

Posted on at


بسم الله الرحمن الرحیم


د شهید ډاکتر نجیب الله په یاد او افتخار



د۱۳۹۳د تلی ( میزان) پنځمه نیټه دډاکتر نجیب الله دافغانستان د پخواني ولس مشر او دوطن ګوند دریس دشهادت د اتلسمې کلیزې سره سمون لري. دهرڅه نه مخکې د افغانستان ددې اتل شهید او ورور ېې شهید جنرال احمدزي د شهادت د اتلسمی کالیزی په مناسبت ددواړو ارواښادو کورنئ، دوستانو، ملګرو او ملیو نونو خواخوږو وطنوالو ته دزړه له کومې غمشریکی او تسلیت وړاندی کوم . 
شهید ډاکتر نجیب الله د افغانستان دنوي تاریخ هغه نومیالئ او ځلانده څیره ده چې د پخواني دخلکو دموکراتیک ګوند دیوه پیاوړي فعال اود رهبرئ دِغړي او ورپسې د پخواني وطن ګوند دموسس او ریس او دافغانستان دپخواني جمهوري دولت د ولس مشر په حیث د هیواد دملي دموکراتیک، مترقي او عدالت غوښتونکی غورځنګ دآرمانونو او اهدافو دتحقق لپاره نه ستړی کیدونکي اوسر شندونکي مبارزه کړې او دویاړه ډکې او نه هیردونکی کارنامې له ځانه پر یښودلي دي . 
لکه چې ټول افغان ولس ته جوته ده ،ډاکتر نجیب الله دیوه رښتینی وطندوست ،متعهد ، جسو ر او وفادار ولس مشر او وتلي اعلی سر قوماندان په توګه د افغانستان د وخت دځواکمن وسله والو ځواکونو داغیزمنی سوق او اداری او قهرمانانه مقابلې او مقاومت په نتیجه کي ((دوطن یا کفن )) او((سرورکوو خو سنګر نه پریږدو )) ترشعارونو لاندی د جلال اباد د جګړې د ګتلو په حماسه کې دوطن څخه دقهرمانانه دفاع وکړه او دشمن ته ېې خوله ماتونکي ماته ورکړه . 
د شهیدډاکتر نجیب الله یوه بله ستره کارنامه په هیواد کی دسیاسي واک پر سر داوږدی او خونړئ مقابلی او جګړې د پاي ته رسولو او دسولي او ثبات د تامین لپاره د ملي روغي - جوړې دنطریی او خط مشي وړاندی کول او دپلي کیدو لپاره یې په جسارت د سیاسي واک او اقتدار نه تیریدل اوهڅه او هاند کول وو . اودا پداسې حال کې وه چې دافغانستان په سیاسی تاریخ کې له بده مرغه دواک لپاره ورور دورو سترګې ایستلي او ملګري- دملګری هډوکي مات کړیدي . خو دلمړي ځل لباره ډاکتر نجیب الله دغه بد سیاسی دود او چلند ته نه وویل .
په هیواد کې د دموکراسئ استقرار ،د ټولنیز عدالت او ټولنیزې سوکالئ تامین او دیوه قانونمندار او خدمتګار ، فساد نه منونکئ او فساد ضد ، او خلکو ته مسول او ځواب ویونکئ ، موثر اوکارا حکومت رامنځته کول ، دډاکتر نجیب الله دفکر او عمل ،مبارزې ، هڅو او هاند په محورکې قراردرلود او په دې ډګر کې ېې هیواد او خلکو ته دپام وړ او نه هیریدونکی خدمت تر سره کړیدی .


شهید ډاکتر نجیب الله ته مبارزه د اصولیت او سیاست دشرافت او اخلاقو سره معنی درلودله. او دیوه تجدد ګرا ، مترقی ، وتلي او منلي سیاست مدار او دولت - ولس مشر په څیر د نسبتا لوړې سیاسي پوهې اوهوشیاری ، تاریخ پوهې او ټولنې پیژندنې ، سیاسي تجربې او مهارت ، عقلانیت او جسارت ، فروتنی او برده باری ، تعهد او صداقت ، اصولیت او مصلحت ، واقعی بینئ او خوشبینئ ، ،مقاومت او سرسختې ، درایت او تدبیر ، پاک نفسی او تقوا ، فساد نه مننې او فساد سره ضدیت ، قانونیت او عدالت ،قاطعیت او نرمش څخه په مبارزه ، کار ، دندو او مسولیتونو کې برخوردار وو .
دویاړ ځای دي چې دادئ شهید ډاکتر نجیب الله دافغانستان پخوانئ جمهورریس د ملیونونو افغانانو په زړونو کې ځای نیولئ او دشهادت کالیزي ېې هر کال په ټول هیواد کې دولسونو ، دموکرات او مترقی ګوندونو اومدنی ټولنو له خوا په مختلفو شکلنو لمانخل کیږي اوکارنامې ېې په نیکئ یاد یږي . 
روح دې ښاد وي ، خدمتونه ، حماسې او یادونه ېې ګرامی او فردوس جنت دی ځای وي .



About the author

safatullah-bahier

Safatullah Student

Subscribe 0
160