د امریکا د هاوایي په ایالت کې د یوه اور غورځونکي غره نه د راوتونکو موادو یا لاوا ٥٠ متره پلن سیند لاندنیو ځمکو ته رابهیږي او هرڅه چې په مخکې ورځي هغه سوځوي او په تورو سکرو یې بدلوي.
د جیولوجۍ پوهان وایي چې دغه لاوا به د پاهاو ښارگوټي ته په یوه ورځ کې ورسیږي.
د دغه ښارگوټي اوسیدونکي چې تقریبا زر کسان دي د خپلو کورونو نه تښتېدلي دي. چارواکو په زرگونو نورو خلکو ته هم ویلي دي چې د خپلو کورونو نه وتلو ته دې ځانونه چمتو کړي.
د سره صلیب مؤسسې ویلي دي چې هغو خلکو ته یې چي د خطر سره مخامخ دي ورته یې پناه ځایونه جوړ کړي دي.
د گنیو د کرکېلي تاریخي کروندې او کوچنۍ مغازې او دوکانونه او کورونه د هاوایي په لوی ټاپو کې دي او دا په هغو اتو ټاپوگانو کې چې د امریکا د آرام سمندر ایالت جوړوي، تر ټولو لوی ټاپو دی.
د کیلایی اورغورځونکی غر د ١٩٨٣ کال نه راپدېخوا په دوامداره توگه فعال دی او دغه ښارگوټي ته یې د جون د میاشتي راهیسي خطرونه را پیدا کړي دي.