سره ددی چی کلونه وشول چی یوه ورځ دنوي کال په نوم یادوي چی واړه وه نو ویل به مونوروز دی سره ددی چی ځینو ونواوبوټو به لا دنوروز څخه دمخه خپل ګلان په طبیعت شیندلي وه او ځینو ونو خپلی شڼي پاڼي د وړو مرغیو د هوسایی لپاره پرانستي وی خومونږ بیاهم ویل چی نوروز سره هرڅه تړلي دي .
مونږبه په هغه وخت کی دوني وړي څانګی پری کولی هر کور ته به ورتللو او دڅانګی دورکړي په بدل کی به مو وریجی ،غوړي او یالرګي ترلاسه کول سره ددی چی ملا صاحب به هغه چاته چی نوروز به یی لمانځه ان دکافر نوم ورکاوه خومونږ ماشومان وه دچاپه خبرو پسی مو سر نه ګراوه مشرانو به هم دومره څه نه ویل.
مشرانو به داهم ویل چی ځمکه په ژمی کی نوی رنګ اوچی کله نوروز شروع شي نو راویښیږي
دوخت په تیریدو سره مونږ لږ لږ دنوروز په اړه واوریدل چی نوروز دکال لومړی ورځ ده اوهغه هیوادونه چی لمریز نظام لري دایی دنوی کال لومړی ورځ ده یعنی دنوروز شپه دیوه کال سره خدای په اماني اودبل کال پیل دی
لکه دنوی کال په پیل سره طبیعت نوی رنګ اخلي همداسی انسان هم له طبیعت سره تړلی ده او دطبیعت په بدلون سره دانسان روح اوروان هم بدلیږي
سره ددی چی هر کال ته په نوي هیلو سره داخلیږو او همیش مو دعاء داوي چی دانوی کال به دنوي بدلون او نوي رنګ سره نوي ښایست زما هیواد ته وبخښي داځل بیا نوي کال ته مو نوي هیلی پیداشوی دي داځل بیا دخدای دربارته لاس په دعاء یم یوځل بیادلوی او ستر رب څخه غواړم چی دغه نوی کال زما دهیواد دتاریخ یو نوی کال اوسي داسی یوکال چی نور پکی زما ګلونه هیوادوال دغم ،وژنی خبر وانه وري داسی یو کال اوسي چی نور ددغه باغ کوم ګل ونه ورژیږي چی نور دغه باغ ته داسی ملیار راشي چی دهر ګل غورځیدلی پاڼي راټولی کړي داسی یوملیار چی نور دغه باغ اوګلونه وچییدو ته پری نږدي
خدایه !ستاله درباره می داهیله ده چی نور دهغه بوراګانو په زړه کی چی له دی باغ اوله دی ګلونو سره یی پهزړه کی نفرت پروت دی په مینه بدل کړي خدایه نور هغه کارغانو ته داوس ورنکړي چی زما دباغ ښایست له منځه یوسي
لیکوال :عبدالرحمن الکوزی