خبر

Posted on at


په کابل کې پر یو شرکت وسله وال ډله ایز برید شوی
د کورنیو جارو وزارت وایي چې د کابل په نننۍ برید کې د یو خصوصي شرکت دوه ساتونکي وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي امریکا غږ ته وویل چې درې تنو ځانمرګو برید کوونکو نن سهار د کابل – جلال آباد پر لویه لاره د څرخي پله د ډیسپیچري سیمه کې پر یو خصوصي شرکت برید وکړ چې په ترڅ کې یې د دغه شرکت دوه افغان ساتونکي وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.
صدیقي وايي چې دا برید د یو باروړونکي ډاینا موټر په واسطه تر سره شوې چې لومړی یو ځانمرګي له چاودیدونکو توکو ډک دغه موټر د دغه شرکت په درواره کې چاودنه ورکړه او وروسته د دغه بریدګر دوه نور ملګري د شرکت ودانۍ ته د ننوتلو هڅه وکړه چې د شرکت د افغان ساتونکو له مقاومت سره مخ شول.
صدیقي وویل "وروسته له چاودنې یو بریدګر غوښتل چې ودانۍ ته دننه شي چې د ساتونکو له خوا ووژل شو".
صدیق صدیقي په دغه برید کې د بهرنیانو ته اوښتې مرګ ژوبه تائید نکړه خو د مخه د کابل د امنیه قوماندانۍ د چارواکو له خولې په دغه پیښه کې د یو بهرني د ټپي کیدو خبر هم ورکړل شوی وو.
په سیمه کې عیني شاهدان وايي چې د دوه افغان ساتونکو او دوه ځانمرګو مړي يې لیدلي چې د پیښې له ځایه پولیسو روغتون ته لیږدول.
طالبانو د دغه برید مسؤلیت په غاړه اخیستی او ادعا یې کړې چې په دغه برید کې تر لسو بهرني اوسیدونکي وژل شوي او یو شمیر نور ټپيان شوي دي خو د طالبانو دا ادعا کومې خپلواکې سرچینې تائید کړې نه ده.



About the author

safatullah-bahier

Safatullah Student

Subscribe 0
160