د ځوانانو حقوق او زده کړه

Posted on at


ځوانان د هیواد راتلونکه دی٬ دوی دی چی خپل هیواد د ښکلو لاسونو او قوی سوچ سره د دایمی بحران نه ساتی. باید د هیواد ځوانانو لپاره ډيره پاملرنه ونیول شی٬ دوی ته ډير امکانات چمتو شی ترڅو چی دوی په آسانه توکه وکولی شی په ښه توکه باندی زده کړه وکړی او وکولی شی د خپل هیواد راتلونکه پخپله تضمینه کړی.


په ننی ټولنه کی په ځآنکړی توکه باندی په افغانستان کی د ځوانانو لپاره تقریبا شرایط چمتو دی. دوی کولی شی په ښه توکه باندی زده کړه وکړی. یعنی د زده کړی زده کولو شرایط د نرینه او ښځینه برخی لپاره چمتو دی. د نرینه برخی نه یو شمېر ډير یی د زده کړی او دندی باندی بوخت دی او یو شمېر نور یی د ځینی نور لکه د: ترکاڼ٬ فلزکاری٬ دوکان داری او خیاطی دندو باندی بوخت دی. او هم ځینی یی له بده مرغه د دغه دواړه نه محرومه دی. ځکه چی دوی د ځینی اقتصادی٬ امنیتی٬ کورنۍ ستونزو له کبله د زده کړی او ښه کار کولو نه پاتی شوی دی او اوس مهال له بده مرغه سوال کوی او خیرات ټولولو باندی بوخت دی. دغه هم د هغو ستونزو نه دی چی ځوانان د زده کړی زده کولو نه پاتی شوی دی.



اوس مهال که د ښځینه قشر ته وګوروی وینو چی د ۱۰۰٪ نه یی یوازی ۳۵٪ د زده کړی او پوهی باندی بوخت دی او کولی شی درس ووایی٬ او یو شمېر ډیر نور یی په بی سوادی کی ژوند کوی. او له بده مرغه ځینی کورنۍ فکر کوی چی زده کړه یوازی د نرانو لپاره ده او د نرانو لپاره هم د هغو په خاطر باندی چی کار وکړی او پیسی لاسته راوړی. نه زده کړی یوازی د پیسو لاسته راوړلو او کار کولو لپاره نه ده٬ بلکه د یو کورنۍ٬ ټولنۍ او هیواد پرمختک لپاره د مهمو برخو نه څرنکه چی پورته مو وویل کڼل کیږی. هیله کوم چی زموږ ګران پلار او مور خپل اولادونه پریږدی ترڅو چی زده کړی وکړی او د خپل هیواد راتلونکه وټآکی.



په آخر کی غواړم چی ټول ځوانان د هلی ځلی وکړی او زده کړه دی زده کړی ترڅو چی وکولی شی د خپل کورنۍ٬ ټولنۍ او هیواد راتلوکه د ښه په لور باندی بوځی٬ او یوه ورځ اوسی چی زموږ ګران هیواد افغانستان هم د پرمختک او د زده کړی مینه وال هیوادونو نه اوسی.



زما د انکس فلم ډیرو مطالبو لوستلو لپاره کولی شی لاندی لینک باندی ټک ووهی:


http://www.filmannex.com/Enayatullah/blog_post


عنایت الله مایار



About the author

Enayatullah

Enayatullah Mayar is born in 1992/8/12,He is graduated from Sultan Ghiyasudden Ghuri High school , and right now He Student of Engineering "Civil Department" faculty. also he is Social media officer and pashto language translator in "ACSC" herat branch.

Subscribe 0
160