د یو کال څلور فصلونه

Posted on at


د یو کال څلور فصلونه هر کال څلور فصله لری چی عبارت دی له :پسرلی ، اوړی ، منی او ژمی دی چی هر یو فصل یی ځانته ښکلا لری او هر یو یی ځانته ځانګړنی لری چی په لنډ ډول به یی دلته وپیژنو


.


پسرلی : د ښیرازی ښکلا او د مینی فصل دی چی د کال لومړی فصل دی دغه هغه فصل دی چی ټول ژوندی موجودات یو نوی ژوند منځته راوړی . دا هغه فصل دی چی ټول نباتات نوی ژوند منځته راوړی یعنی کله چی پسرلی شی نو هغه ونی چی پاڼی یی لویدلی وی او د ژمی له خوب څخه پاڅیږی او نوی پاڼی منځته راوړی او ګل کوی ددی تر څنګ دهقانان د بیلا بیلو نباتاتو تخمونه کری او ځینی بوټی په خپل سر او یا هم د انسانانو په واسطه کرل کیږی چی د ځمکی قشر یو ښکلی شین رنګ منځته راوړی چی د ځمکه قشر د ښکلا او ښیرازی نه ډکه ښکاری . همدارنګه هغه مرغان چی په ژمی کی د ژمنی خوب کی وی د ژمنی خوب څخه راپاڅیږی او په خپلو ښکلو نغمو سره د پسرلی ښکلا لا رنګینه کوی . ددی تر څنګ انسانان هم د یو نوی ژوند پړاو ته ځی او دغه هغه وخت دی چی ټول ژوندی موجودات د پسرلی راتګ تجلیلوی


.


اوړی : د میوو څخه ډک فصل دا د کال دوهم فصل دی دا هغه فصل دی چی ټول خلک د میلو لپاره بیلا بیلو ځایونو ته ځی ځکه چی ټولی ونی خپل حاصلات ورکوی یعنی زیاتره میوی لکه توت آلوبالو ، زرد آلو ، آلو ، شفتالو ، خټکی او داسی نوری میوی بازار ته راوځی ددی تر څنګ پدی فصل کی هوا هم ډیره ګرمه وی


.


منی : د پاڼو د توییدو فصل دا د کال دریم فصل دی دا هغه فصل دی چی د ټولو ونو پاڼی ژیړیږی او د فصل تر خلاصیدو پوری د ونو پاڼی توییږی او ورو ورو ځان د ژمی موسم ته تیاروی او هوا هم د سړیدو په حال کی وی دا فصل هم د نورو فصلو نو په څیر یو نوی طبیعت منځته راوړی چی هر فصل ځانته خپله ښکلا لری .


ژمی :د سړی هوا فصل دا دکال څلورم او آخرنی فصل دی چی په دی فصل کی هوا ډیره سړه وی او په دی فصل کی ډیر اورښتونه لکه بارانونه ، ږلی او واوری اوری چی طبیعت ته سپین رنګ ورکوی او یا هم ویلی شو چی طبیعت سپینی جامی اغوسی د ی


.



About the author

160