ځنګلونه

Posted on at


ځنګلونه


ځنګلونه د نړی د ایکوسیستم یوه ډیره بډایه برخه جوړوی داځکه چی دیو شمیر ژویو او الوتونکو ژوند په ځنګلونو پوری اړه لری د فوتوسنتیز عملیه د هواپه پاکوالی او د اقلیم په موضوع کی د ارزښت وړ نقش لری



 


همدارنګه ځنګلونه د ځمکی پر مخ د یو شین فرش په څیر یو ښکلی شکل منځته راوړی دی دځنګلونه څخه په ژوند کی ډیره ګټه اخیستل کیږی لکه څنګه چی نباتات د چاپیریال دښایست سبب کیږی او د هوا د پاکوالی سبب کیږی او د ځمکی په اتموسفیر کی د اکسیجن د زیاتیدو سبب کیږی نو د ځنګلونو څخه باید ساتنه وشی لکه څنګه چی په ځنګلونو کی ډیرژوی او خزنده ګان ژوند کوی چی د هغی له جملی څخه مار ،پړانګان ،شادی ،ګوره خره ،ګوربت ،عقاب ،سویه او داسی نور ژوند کوی


.


ځنګلونه دخاوری په ساتنه کی کله چی سیلابونه راشی مهم نقش لوبوی همدارنګه دڅارویو لپاره د وښو چمتو کولو او د ژویو د اوسیدو لپاره مناسب ځای منځ ته راوړی دی ددی تر څنګ دیو هیواد په اقتصاد کی ډیر مهم نقش لوبوی د مثال په توګه زموږ د هیواد د خوست په ولایت کی د جلغوزی ځنګلونه دی چی د هیواد ته یی ډیره ګټه رسولی ده له نیکه مرغه زموږ په هیواد کی ډیر د پستی ، بادامو،چارمغز، او داسی نورو قیمتی وچو میوو ځنګلونه شته همدارنګه د ځنګلونو له لرګیو څخه د کورونو د ګرمولو لپاره په ژمی کی زیاته ګټه اخیستل کیږی ددی تر څنګ په ودانیو کی دکور د اسبابو اود کاغذ جوړولو کی او زینتی وسایلو کی تری ګټه اخیستل کیږی اما دغو طبیعی زیرمو ته باید زیاته پاملرنه وشی او د هغو د له منځه وړلو څخه مخنیوی وشی او تر ټولو ښه لار یی د نوی نباتاتو ونی کینوو او همدارنګه یوه ونه ۱۸ تنو ته اکسیجن تولیدوی نو د خپل ځان او خپلو ښاریانو روغتیا داکسیجن د تولید او د هوا د پاکوالی په خاطر ونی کینوو.


ددی ترڅنګ د وزګارتیا پر مهال د تفریح لپاره دیر غوره ځایونه دی ځکه خلک د تفریح لپاره شنه او پاک ځایونه خوښوی او یا هم بعضی خلک غواړی چی د پاک اکسیجن تنفس کولو لپاره ځنګلونه ځنګلونو ته ځی له نیکه مرغه زموږ په هیواد کی ځنګلونه شته چی په څلورو برخو ویشل شوی دی .


۱ – ستن پاڼی ځنګلونه(مخروطی ونی )


۲ – پلن پاڼی اوپانړیژځنګلونه


۳- د پورتنیو دواړو ډولونو څخه ګد ځنګلونه


۴- چترته ورته رقم استوایی ځنګلونه


ځنګلونه د الله (ج)یو ستر نعمت دی نو باید پری وباسو.



About the author

160