افغانی جامی

Posted on at


افغانی جامی
افغانی جامی زموږ د فرهنګ یوه ځانګړی برخه ده فرهنګ په خپله مادی او معنوی ارزښتونو او شتمنیو څخه عبارت دی چی په مادی برخه کی لکه :دستی صنایع ،انځور ګری ، افغانی جامی ،صنعتونه او داسی نور دی او په معنوی برخه کی یا په معنوی فرهنګ کی :د خلکو رسم و رواج ،ټولنیز ،اخلاقی او حقوقی ارزښتونه پکی شامل دی لکه څرنګه چی زموږ د فرهنګ مادی شتمنی ده ټول افغانان ور څخه د خوشحالیو په شپو او ورځو کی ګټه اخلی د مثال په توګه : زموږ په ودونو کی زوم او ناوی دواړه افغانی جامی اغوندی یا هم د اختر او نوی کال په شپو او ورځو کی هم افغانان له دغو جامو څخه ګټه اخلی


.
د ښځو افغانی جامی
د ښځو افغانی جامی له ډیرو قیمتی او ښکلو ټوټو څخه ګټه اخیستل کیږی د مثال په توګه : وریښمین چی یوه ښکلی او قیمتی ټوټه ده چی ډیر ښکلی رنګونه پکی انتخابوی چی زیاتره یی: یا سمندی ، ګلابی ،الوانی او شین رنګونه ډیر کاروی دافغانیو جامو ګریوان په ډیر ظرافت سره جوړیږی چی زیاتره د زرتارو ، وونو او آیینو څخه پکی ګټه اخیستل کیږی ددی تر څنګ لمن او لستوڼی یی هم د ګریوان په څیر جوړیږی چی ډیره غټه لمن لری د ځینو لستوڼی یی تنګ او د ځینو یی دیر غټ وی چی تقریباَ نیم متر ته هم رسیږی او پرتوګ یی ډیر ګڼ وی چی د (ګونځو ) د پرتوګ په نامه یادیږی چی د (لیلی مټن ) په نامه له یوی ټوټی څخه ګنډی په افغانیو جامو کی زیاتره ټکری او پرتوګ یو رنګ وی او کمیس بل رنګ وی البته ټکری هم په ډیر ظرافت سره جوړیږی


 



ددی تر څنګ په افغانی جامو د لا زیات ښکلا لپاره د (مټوی ) په نامه ښکلی شیان ګنډی او د( غیران) په نامه چی د سپینو زرو څخه جوړیږی استفاده کیږی ددی تر څنګ د لا زیات ښکلا لپاره د ګاڼو څخه هم ګټه اخلی چی زیاتره د (چمکلی ) په نامه چی له ډیرو لرغونو ګاڼو څخه دی چی د نقری او سپینو زرو څخه جوویږی چی ځینی شتمن خلک یی د سرو زرو څخه هم جوړوی او ټیک ، غوږوالی ،لښتۍ ،چارګل او سیخکی بندوی دغه جامی له ډیرو پخوا زمانو څخه په افغانستان کی دود دی چی اوس هم د اطراف خلک او کوچیان ډیره ورڅخه ګټه اخلی خو په مرکز کی یوازی د خوښیو په شپو او ورځو کی ګټه اخلی چی د اطراف زیاتره خلک د افغانی جامو په جوړولو باندی بوخت دی ځکه چی افغانی جامی ټولی په لاس جوړیږی له همدی کبله د زیات ارزښت او ښکلا خاوند دی


.




About the author

160