د نړئ لومړنی ورځپانه

Posted on at


ژورنالیزم يا ورځپاڼه لیکنه چی په عربی کی ورته صحافت وایی، د صحیفی له کلمه څخه اخیستل شوی چی د کتاب رسالی او یا نورو چاپی موادو په مانا کاریږی که د تاریخ کتابونو وته وکتل شی نو صحافت تر طباعت وړاندی هم وجود درلود خو البته بڼه یی یوه مختلفه وه، مثلا خلک به د ډول وهلو له لاری خیریدل، په یوه ځای کی به اور ولګول شو نو خلک په یوه شول چی څه خبره شته نو د خپل معلوماتی حسن له مخی به ورتولیدل، یا به د نویو پیښو په اړه اعلان کیده. د اعلان ښه بیلګه خو د اسلام په تاریخ کی هم شته یو ځل چی سترپیغمبر حضرت محمد ( ص) د مکی معظمی مشرکان یوی غونډی ته وروبلل او ورته ویی فرمایل چی که زه تاسی ته ووایم چی د دی غونډی تر شا دښمن دی او پر تاسو برید کوی نو تاسی یی منی ؟ تولو مشرکانو په یوه خوله وویل هو، ځکه چی ته امین او صادق یی هیڅکلهدی ناسمه ځیره نه ده کری نو رسول الله ( ص ) ورته وفرمایل چی یو الله ومنی له دردناک عذاب څخه وویریږی.


نن څخه نږدی 2500 کاله وړاندی په روم کی داسی اخبار لیکونکی وو چی له پلازمینی څخه بهر ان لری سیمو ته به یی د حکومت او نورو نفوذ لرونکو خلکو خبرونو استول دا طریقه خو د چاپ تر اختراع وروسته هم وه . د منظمو ورځپانو تر رامنځته کیدو وړاندی د داسی پمفلیتونو رواج و.


2000 کاله پخوا د روم پر یوه مهم ځای یک هر ورځ یو اخبار ډوله لیکنه راځړول کیده، چی زیاتره سرکاری خبرونه او اعلامیی به په کی لیکی کیدی. په رښتینی مانا د نړی لومړی او منظم اخبار ټی پاو یا ځایی خبرونه وو چی 1000 کاله وراندی له چین څخه خپور شو او تر 1911 کاله د پیکن ګزټ په نامه خپریده داستان.


په اروپا کی د ژورنالیزم پيل له اوولسمی پیرئ څخه وشو او د دری څلور لسیزو دننه تقریبا و لویدیځي اروپا هر هیواد د اخبار در لودونکو شو. د اروپا لومړی منظم اخبار پر 1906 کا د جرمنی له اګس برګ ښار څخه خپور شو چی Avisa Relation Oder Zeitung نومیده.


تر دی وارندی د کاردی فل ریشلو په مدیریت د ایټالیی لومړی اخبار Sincero و چی پر 1664 کال له جینوا څخه خپور شو. د بلجیم لومری اخبار پر 1615 کال له انټ ورپ ښار څخه خپور شو، خو دی دی اخبار د 1621 کال څخه له مخه ګتی په لاس کی نشته. په هالیند کی هم تر 1620 څخه تر مخه له امستردام څخه اخبارونه راوتلی وو.


دا مهال اتریش په وینا ښار کی هم دری اوونیزی خپریدی. د سویزرلیند اخبار پر 1610 کال له باسل ښار څخه Ordinary Wochen Zei Tung په نامه خپور شو چی مانا یی د عامو خلکو اخبار دی.



About the author

farzadsalehi

Student of Journalism Faculty

Subscribe 0
160